واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپل یوه راپور کې ویلي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوهم ځل ټاکل کېدو راوروسته د پاکستان او واشنګټن اړیکې د پام وړ نږدې شوې دي.
د دغه راپور له مخې، پاکستان د نړیوالو کړکېچونو او د امریکا ـ هند ترمنځ د اختلافاتو په سیوري کې توانېدلی، چې له سپینې ماڼۍ سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي.
واشنګټن ته د پاکستان د پوځ مشر وروستي سفرونه د دواړو هېوادونو د اړیکو د نوي پړاو نښه بللې ده.
راپور زیاتوي، چې اسلاماباد د بهرنۍ تګلارې په بریالي مدیریت سره، له امریکا سره خپل ستراتیژیک دریځ نور هم قوي کړی دی.
په راپور کې راغلي، چې پاکستان په اسیا کې د لویو اقتصادونو ترمنځ د امریکا د تر ټولو ټیټ ګمرکي تعرفې امتیاز ترلاسه کړی، چې شاوخوا «۱۹سلنه»کمه ده، په داسې حال کې چې پر هند د روسي تېلو د پېرلو په تړاو تر «۵۰سلنې»پورې تعرفه لګېدلې ده.
له دې وړاندې رسنیو خبر ورکړی و، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مارکو روبیو»اعلان کړی، واشنګټن غواړي له اسلاماباد سره خپلې اقتصادي همکارۍ پراخې کړي.
پر همدې مهال، تېرې میاشتې د امریکا او پاکستان ترمنځ یو سوداګریز تړون هم لاسلیک شوی او ترڅنګ یې واشنګټن د «بلوڅ ازادي غوښتونکی پوځ» ډله چې د پاکستاني پوځ پر ضد جګړه کوي، په رسمي ډول د ترهګرو ډلو په لېست کې شامل کړی دی.