د پاکستان په کراچۍ ښار کې نیزونه؛ لږترلږه ۱۰ کسان مړه شول

۱۱ ساعتونه مخکې

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د سختو ورښتونو له امله نیزونه راوتلي، چې لږترلږه ۱۰ کسان د برېښنا د شارټۍ او د دېوالونو د نړېدو په ترڅ کې مړه شوي دي.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، چې د دغه لوی ښار اصلي سړکونه له اوبو ډک شوي، ټرافیکي ناامني رامنځته شوې او په ډېرو سیمو کې برېښنا، انټرنېټ او د ګرځنده ټیلیفون خدمات پرې شوي دي.

د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی، چې په راتلونکو دوو ورځو کې به بارانونه زیات شي. ورسره جوخت، د سند ایالتي حکومت نن په کراچۍ کې عامه رخصتي اعلان کړې ده.

نور خبرونه

رادیو