ډونالډ ټرمپ: کېدای شي ولاديمير پوتين د سولې هوکړه ونه مني

AP ۱۴۰۴ زمری ۲۸

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې ‌شنبې په ورځ وويل چې هيله لري د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د اوکراين جګړې د پای ته رسولو لپاره ګام پورته کړي، خو دا امکان هم شته چې هغه د هوکړې کولو هېڅ اراده ونه لري او دا به د پوتين لپاره يو «سخت حالت» رامنځته کړي.

ټرمپ د فاکس نيوز له فاکس او ملګري پروګرام سره په مرکه کې وويل چې په راتلونکو دوو اونيو کې به د پوتين لاره روښانه شي.

هغه يو ځل بيا اوکراين ته د امريکايي سرتېرو د لېږلو امکان رد کړ.

ټرمپ وويل، « زه فکر نه کوم چې د سولې هوکړې ترلاسه کول ستونزمن کار وي. رښتيا درته ووايم، زه فکر کوم پوتين ستړی شوی دی. هغوی ټول ستړي شوي دي، خو څوک نه پوهېږي».

هغه زياته کړه، « موږ به د ولسمشر پوتين په اړه په راتلونکو څو اونيو کې پوه شو. کېدای شي هغه هوکړه ونه غواړي».

اوکراين او اروپايي متحدين يې د ټرمپ له دې ژمنې وروسته چې د امنيتي تضمينونو له لارې به د جګړې د ختمېدو هڅه وکړي، يو څه هيله‌من شوي دي، خو ګڼې پوښتنې لا هم بې ځوابه پاتې دي.

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلینسکي د سپينې ماڼۍ له غونډې وروسته وويل چې دا د سولې پر لور يو ستر ګام دی او تمه یې څرګنده کړه چې په راتلونکو اونيو کې له ټرمپ او پوتين سره درې اړخيزه ناسته وکړي.

خو د سولې لار لا هم مبهمه ده او ښايي زيلینسکي اړ شي د جګړې د پای ته رسولو لپاره دردناک امتیازات ومني.

نور خبرونه

رادیو