د جرمني لومړی وزیر: پوتین او زېلېنسکي به په دوو اوونیو کې سره وګوري

AP ۱۴۰۴ زمری ۲۸

د جرمني لومړي وزیر فردرېښ مېرڅ په واشنګټن کې د دوشنبې په ورځ (د زمري ۲۷مه) د امریکا او اوکراین له ولسمشرانو سره د اروپايي ټولنې د مشرانو تر منځ له خبرو وروسته د دوو اوونیو په لړ کې د روسیې او اوکراین د ولسمشرانو تر منځ له لیدنې خبر ورکړ.

د مېرڅ په وینا، د امریکا ولسمشر موافقه کړې چې له هغې وروسته به پوتین او زېلېنسکي یوې درې اړخیزې لیدنې ته راوبولي، څو «په واقعي توګه خبرې پیل شي.»

هغه ټرمپ پر دې وستایه چې د روسیې ولسمشر یې متقاعد کړی، چې له خپل اوکرایني سیال سره وګوري او له یادو خبرو وروسته واشنګټن وویل: «موږ له خپلو هیلو زیات څه ترلاسه کړل.»

مېرڅ دغه ورځې «د اوکراین لپاره برخلیک ټاکونکې» وبللې او اوکراین ته یې د امنیتي تضمینونو د همغږي کولو لپاره د امریکا له چمتووالي په هرکلي سره له اروپايي هېوادونو هم وغوښتل، چې په دغو امنیتي ضمانتونو کې مشارکت ولري.

د نوموړي په باور، د امریکا ولسمشر د اروپاییانو د متحدې جبهې تر اغېزو لاندې هم راغی او په وینا یې تر دې وروسته به خبرې د اوکراین لپاره د امنیتي ضمانتونو پر جزییاتو متمرکزې وي.

نور خبرونه

رادیو