د اوکراین د جګړې د درېدو په تړاو د روانو خبرو په لړ کې کېیف ویلي، له روسیې سره د سولې له هوکړې وروسته د امریکا د امنیتي ضمانتونو په بدل کې به د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ له واشنګټن څخه د ۱۰۰ میلیارده ډالرو په ارزښت وسلې وپېري.
فایننشل ټایمز وايي، د دغه وړاندیز په تړاو یې یو سند لیدلی او همداراز په یاد سند کې اوکراین ژمنه کړې، چې له امریکا سره به د بې پیلوټه الوتکو د تولید لپاره د ۵۰ میلیارده ډالرو په ارزښت یوه بله هوکړه هم وکړي.
هغه اوکرایني شرکتونه چې په ۲۰۲۲ کال کې د روسیې د برید پر مهال په دې برخه کې مخکښان وو، د دغو هوکړو مهمې برخې به وي.
فایننشل ټایمز د څلورو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې اوکراین له امریکايي لوري سره د یادو هوکړو له یادونې مخکې له خپلو متحدینو سره دا مسله مطرح کړې وه.
په دغه سند کې په دې اړه چې اوکراین به څه ډول وسلې له امریکا وپېري څه نه دي ویل شوي، خو کېیف په شفاهي توګه د لسو پاتریوت دفاعي سپرونو غوښتنه مطرح کړې ده.