سیمهییز چارواکي وايي، د اګست له ۱۶مې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په الاسکا کې له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره ولیدل، تر نن پورې په اوکراین کې د روسیې د بریدونو له امله لږ تر لږه ۲۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۹۹ نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې، یوازې د اګست پر ۱۹مه شپه روسي پوځ په ۲۷۰ بېپیلوټه ډرونونو او لسو توغندیو برید کړی، چې لسګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وایي، د مسکو د اوربند د رد پرېکړې د سولې هڅې له سختو ننګونو سره مخ کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ټرمپ ـ پوتین ناسته له کومې ډاګیزې هوکړې پرته پای ته ورسېده.