د جرمني حکومت له پاکستانه غوښتي، چې شاوخوا ۲۰۰ اېستل شوي افغانان دې بېرته پاکستان ته ورپرېږدي. دغه افغانان په جرمني کې د پناه غوښتنې لپاره په اسلاماباد کې ویزو ته په تمه وو، چې پاکستاني پولیسو ونیول او افغانستان ته یې وشړل.
د جرمني د بهرنيو چارو وزارت وياند جوزوف هنترزېر ويلي: «برلين له اسلاماباد څخه غواړي، چې دغه افغانانو ته بېرته پاکستان ته د تګ اجازه ورکړي.» په ورته وخت کې يوې مرستندويه ډلې د دغه کډوالو او نورو افغانانو د برخليک په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغو شړل شویو افغان کډوالو ته مخکې په جرمني کې د استوګنې اجازه ورکول شوې وه؛ خو اوس دوی د کډوالو په اړه د جرمني لومړي وزیر فریدریښ مېرڅ د سختو پالیسیو او د پاکستان لهخوا د شړلو له نوې څپې سره مخ دي.
هنترزېر خبريالانو ته وويل:« د پاکستان پوليسو په وروستيو کې شاوخوا ۴۵۰هغه افغانان نيولي، چې په پام کې وه جرمني ته انتقال شي؛ ځکه هغوی په افغانستان کې د طالبانو له لوري له ګواښ سره مخ دي.»
د معلوماتو له مخې؛ د دغه نیول شویو افغان کډوالو له ډلې ۲۱۱ یې افغانستان ته شړل شوي دي.
هنترزېر زياته کړه، ۲۴۵ افغانان له هغو کمپونو خوشې شوي چې د هغوی د شړلو تر مهالوېش مخکې پهکې ساتل شوي وو. نوموړي وويل:« زموږ خبرې له پاکستان سره روانې دي، چې پاکستان ته د دغه شړل شویو افغان کډوالو بېرته راتګ اسانه شي.»
تېره اونۍ د جرمني د حقوقپوهانو دوو ډلو د جرمني وزيرانو ته دعوه وړاندې کړه او هغوی یې په دې تورن کړل، چې د دغه افغانانو ستونزو ته یې پام نهدی کړی.
له بل پلوه پاکستان له مئ میاشتې راهیسې د افغان کډوالو لپاره په پاکستان کې د وېزو د تمدید لړۍ ځنډولې ده، چې له دې امله ډېر افغان کډوال افغانستان ته د شړلو له ګواښ سره مخ دي.