د چین د بهرنیو چارو وزیر کابل ته تر تګ وړاندې له نریندرا مودي سره لیدلي

AP ۱۴۰۴ زمری ۲۸

د هند صدراعظم نریندرا مودي وايي، د چین د بهرنیو چارو وزیر له وانګ يي سره یې لیدلي. نوموړي ویلي چې د هند او چین اړیکې د یو بل د ګټو او حساسو موضوعاتو د درناوي پر بنسټ په ثابت ډول پرمخ تللې دي. ټاکل شوې وانګ یي سبا په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته لاړ شي.

مودي د سې شنبې په ورځ (د زمري ۲۸مه) پر اېکس ولیکل، چې د چین له ولسمشر سره یې تېر کال په کازان کې لیدلي وو او په تیانجین کې د شانګهای د همکاریو سازمان د سرمشریزې په څنډه کې د بلې لیدنې په تمه دی.

مودي زیاتوي، «د هند او چین باثباته او رغنده اړیکې به د سیمې او نړۍ د سولې او هوساینې لپاره مهمې وي.»

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي هند ته د سرحدي خبرو د۲۴ پړاو لپاره تللی.

د هند د ملي امنیت سلاکار اجيت دووال ویلي، چې د دواړو خواوو اړيکې مخ پر لوړېدو او سرحدونه ارام دي. هغه زیاته کړه، چې د نوي ډیلي او بېجنګ دوه اړخيزې اړيکې زياتې پياوړې شوې دي.

دغه راز وانګ یي ویلي چې «د چين او هند د اړيکو باثباته او سالم پرمختګ د دواړو هېوادونو د خلکو په ګټه دی».

د سې شنبې په لومړيو ساعتونو کې د هند یوې سرچينې وويل چې چين د هند درې مهمې اندېښنې اواروي.

د سرچينې په وينا، وانګ یي د هند د بهرنيو چارو وزير جې شنکر ته ډاډ ورکړی چې بيجنګ د سرې، نايابو فلزاتو او د تونل کیندلو ماشينونو اړتياوې پوره کوي.

تمه ده چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي سبا ته د افغانستان، پاکستان او چین په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته لاړ شي. دغه غونډه د طالبانو په کوربه‌توب ترسره کیږي.

وانګ یي به د پنجشنبې په ورځ د کابل له درې اړخیزې ناستې وروسته په اسلام‌اباد کې د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د شپږم ستراتیژیک ډیالوګ د ګډې مشرۍ لپاره پاکستان ته ځي.

نوموړی د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په بلنه دغه هېواد ته سفر کوي.

نور خبرونه

رادیو