د ټرمپ او زېلېنسکي ترمنځ ناسته؛ په دې ناسته کې اروپايي مشران هم ګډون کوي

AP ۱۴۰۴ زمری ۲۷

په واشنګټن کې د زېلېنسکي او ټرمپ ترمنځ ناسته کې به اروپايي مشران هم برخه واخلي. اروپايي مشرانو ويلي، چې دوی به د زېلېنسکي دریځ پياوړی کړي؛ ځکه ټرمپ هڅه کوي چې اوکراین د سولې هوکړې لپاره قانع کړي.

ټرمپ پر زېلېنسکي فشار راوړی، چې د اوکراین د ختیځو سيمو پرېښودو په بدل کې د امریکا په ملاتړ د امنیت ضمانت ومني. ټاکل شوې، چې ټرمپ او زېلېنسکي د دوشنبې په ورځ سره وویني او وروسته به اروپايي مشران هم دې غونډې ته ورشي.

د جرمني لومړی وزیر فریدریښ مېرڅ، د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون او د برېتانیا لومړی وزیر کې‌یر سټارمر د زېلېنسکي ملاتړ کوي. په یاده غونډه کې د اروپايي کمېسیون مشره اورسولا فان دیر لاین او د اېټالیا لومړۍ وزیره جورجیا مېلوني هم ګډون کوي.

نور خبرونه

رادیو