تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې تر ۹۰زره مټریک ټنه ډېر انتقالات شوي دي

۲ ساعتونه مخکې

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېره یوه اوونۍ کې د دغه وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۹۱۳۷۳ مټریک ټنه انتقالات شوي دي. د دغه انتقالاتو یوه برخه وچه مېوه او د مسو صادرات جوړوي.

د دغه وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د حیرتان له لارې ۶۴۸۵۹ ټنه، د اقینې له لارې ۲۱۷۱ ټنه، تورغونډۍ له لارې ۱۰۷۸۱ ټنه او د هرات ولایت د خواف له لارې ۱۳۵۶۲ټنه انتقالات شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ دغه انتقالات ټولټال ۹۱۳۷۳ ټنه کېږي، چې نفتي، غیرنفتي او نور سوداګریز توکي په‌کې شامل دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په تېره یوه اوونۍ کې ۳۵۶ ټنه سوداګریز مالونه بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.

نور خبرونه

رادیو