د طالبانو ځايي مسوولین وايي چې د لوګر ولایت محمد اغې ولسوالۍ اړوند ښکار کلا سیمه کې د کرومایټ ډبرو د پروسس فابریکه پرانیستل شوه.
د معلوماتو له مخې، یاده فابریکه د یوه تن هېوادوال له خوا د ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړه شوې ده.
یاد خصوصي شرکت شاوخوا دوه کاله وړاندې د لوګر محمداغې ولسوالۍ اړوند ښکار کلا سیمه کې د ۵ کیلومتره مربع ساحې د کرومایټ ډبرو د کان قرار داد کړی و او د استخراج چارې یې هم روانې دي.
د طالبانو د لوګر د کانونو او پترولیم رییس نقیب احمد فرقاني وای،ي تر دې وړاندې د سورغر زابل شرکت له لوري د کرومایټ ډبرې پروسس له لوګر څخه بهر کېده، چې له دې وروسته به د پروسس چارې هم همدلته پرمخ یوړل شي.
فرقاني زیاته کړه، چې د قرارداد له پیل څخه تر دې دمه د یاد شرکت له خوا ۳۰۰ میلیونه افغانۍ عواید د طالبانو حکومت ته ورکړل شوي.
اوس مهال په لوګر کې د کرومایټ ډبرو په ۵ کانونو کې د استخراج چارې روانې دي او نړیوال بازار کې د یو ټن غیر پروسس شوي کرومایټ ډبرې بیه، تر ۲۰۰ ډالرو رسېږي.