حماس په غزه کې د اوربند او د اسیرانو خوشې کولو وړاندیز منلی

AP ۱۴۰۴ زمری ۲۷

یوې مصري رسمي سرچینې د دوشنبې په ورځ وویل، چې د فلسطین وسله والې ډلې له اسراییل سره د دوه میاشتني اوربند وړاندیز منلی دی. په دې طرحه کې د هغو اسیرانو نیمایي بېرته ستنول شامل دي چې یادې ډلې په غزه کې نیولي او په بدل کې به یې اسراییل فلسطیني بندیان خوشي کوي.

د حماس لوړپوړي چارواکي باسم نعیم پر فیسبوک ولیکل: « غورځنګ منځګړو ته د نوي وړاندیز د منلو تایید وسپاره».

تر اوسه اسراییل رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

سرچینې زیاته کړه، په طرحه کې تر ۶۰ ورځو د اسراییل د پوځي عملیاتو ځنډېدل او د نږدې دوه کلنې جګړې د ختمېدو لپاره د یوې پراخې موافقې لار پرانیستل شامل دي.

ویل کېږي دغه وړاندیز د امریکا د ځانګړي استازي سټیو ویتکاف له پخواني طرحې سره نږدې یو شان دی، چې اسراییلو هغه مهال منلې وه.

نور خبرونه

رادیو