د افغانستان د بدني ښکلا شپږ کسیزه لوبډله په اسیايي لوبو کې د ګډون په موخه ټایلنډ ته ولاړه. د اسیا د بدن ښکلا ۵۷مې دورې سیالۍ د ټایلنډ په کوربهتوب د روانې زمري میاشتې په ۲۷مې نېټې پیلېږي او د وږي تر ۳مې نېټې به دوام وکړي.
ویسالدین نوري، یاسر، سمیر احسان، بیتالله، هارون سلطاني، میلاد میرزاده او ورسره یو روزونکی نن سهار د کابل له هوايي ډګره د ټایلنډ په لور وخوځېدل.
تر دې وړاندې د افغانستان د بدني ښکلا او فټنس فدراسیون ویلي و، چې دغه شپږ ورزشکاران په خپل شخصي لګښت په دغه اسیايي لوبو کې ګډون کوي.
که څه هم د افغانستان د بدني ښکلا او فټنس فدراسیون په دې اړه څه نهدي ویلي، چې ولې د دغه لوبغاړو مالي ملاتړ نهدی شوی؛ خو وړاندې یو شمېر افغان ورزشکارانو دوی ته د نه پاملرنې په اړه شکایتونه کړي دي.
د یاد فدراسیون په اعلامیه کې راغلي و، چې یاد لوبغاړي د وطني جذبې او احساس له مخې په خپل لګښت په دغه لوبو کې ګډون کوي.