شاه محمو میاخېل د پاکستان په کوربتوب د غېر طالب سیاستوالو او په دغه هېواد کې د افغان ښځو په کډون جوړېدونکې غونډې ته په غبرګون کې وايي، له یادې جوړېدونکې غونډې د اسلام اباد موخه دا ده، چې د افغانستان حاکمه او هم مخالفې ډلې او افراد په خپل واک کې وساتي.
باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د پاکستان په کوربتوب د طالبانو پر ضد د نوي نسل مشرانو، سیاسي فعالانو، د ګوندونو استازو او په دغه هېواد کې د افغان ښځو په کډون غونډه د اګست په ۲۵مه او ۲۶مه په اسلام اباد کې جوړېږي.
تر اوسه طالبانو او د پاکستان حکومت په رسمي ډول د یادې غونډې په تړاو څه نه دي ویلي.
د ننګرهار پخوانی والي او د جمهوري غوښتونکو د خوځښت د سیاسي اړیکو مسوول شاه محمود میاخېل وايي، پاکستان د یادې غونډې په جوړولو سره غواړي چې افغانانو، سیمې او نړۍوالو ته دا وښيي چې د افغانستان حاکمه او د هغوی ځیني مخالفین د دوی په واک کې دي او له هر یوه یې په خپل وخت کې په خپله خوښه استفاده کولی شي.
شاه محمود میاخېل زیاتوي: «پاکستان غواړي چې د اسلام اباد د ناستې ګډونوالو او تایید کوونکو مخونه په خپلو «چټلیو» رنګینه کړي، ځکه د دغو کسانو لپاره هېڅ معیار ارزښت نه لري.»
شاه محمود میاخېل د یادې احتمالي جوړېدونکې غونډې د ګډونوالو په تړاو وايي: «دا کسان د کاغذي ببر په شان دي چې نه په خپلو سیمو او نه خلکو کې نفوذ لري او نه د پخوا په شان ښه خدمت کولی شي، ځکه زاړه یې د مرګ په حال کې دي او نوی نسل [یې] د پخوانیو غوندې شناخت په خپل هېواد او خلکو په منځ کې نه لري چې د نورو لپاره د پخوا په شان ښه خدمت وکړای شي.»
میاخېل زیاتوي، په دغه ډول لوبو کې افغان ولس زیانمنېږي او په وینا یې هغه کسان چې نور هېڅ هم نه شي کولی باید په دغو لوبو کې برخه وانخلي او تایید یې هم نه کړي.
د دغه ډول غونډو ګډونوالو تل ویلي، چې غواړي له پاکستان سره د اړیکو نوی فصل پرانېزي خو د میاخېل په وینا، د هېوادونو تر منځ د اړیکو نوي فصلونه باید د هېوادونو مشروع حکومتونه پرانیزي، که کوم څوک او یا هم ډله دغه ډول هڅه کوي نو سره له دې چې د خپل ملت استازي نه دي، بلکې له کوربه هېوادونو سره د جاسوسۍ او استخباراتي لوبو فصل پرانېزي.
د نوموړي په وینا، افغانستان د همدغو نویو فصلونو او استخباراتي لوبو قرباني دی، چې یو شمېر ډلې او افراد د افغانستان د ملي ګټو پر ضد په تېرو څو لسیزو کې استخدام شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د پاکستان په کوربه توب د غېر طالب سیاستوالو او په دغه هېواد کې د افغان ښځو په کډون جوړېدونکې غونډې ته په غبرګون کې ویلي، په اسلام اباد کې له یادې جوړېدونکې غونډې د پاکستان ملاتړ ناسم کار او قصدي پارونه ده.