د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت دوشنبه (د زمري ۲۷مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې افغانستان اوسمهال د خپلې اړتیا ۶۰سلنه غنم په کور دننه اوړه کوي. د دغه غنمو ۲۰۰ ټنه د ښار په لویو ژرندو (مېلونو) او ۲۰۰ ټنه غنم هم په کلیوالو ژرندو کې اوړه کېږي.
طالبان وايي، چې د غنمو پر وارداتو یې ګمرکي تعرفې کمې کړې دي او له هېواده د غنمو د قاچاقو مخه یې هم نیولې ده. په اعلامیه کې زیاته شوې، چې طالبان هر کال له بزګرو څخه په مناسبه بیه غنم پېري او په سیلوګانو کې یې زېرمه کوي.
د اعلامیې له مخې؛ افغانستان په کال کې نږدې ۶۰۰ مېلیونه ټنه اوړو ته اړتیا لري.