له ولادیمیر پوتین سره تر ناستې وروسته ډونالډ ټرمپ له فاکس نیوز ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ته مشوره ورکړې، چې د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره دې له مسکو سره هوکړې ته حاضر شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې اوکراین باید د روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې موافقې ته ورسیږي، ځکه چې «روسیه یو ډېر لوی ځواک دی او دوی نه دي.»
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له پوتین سره د لیدنې وروسته ویلي، هغه له پوتین سره موافقه کړې چې د اوربند پر ځای باید مذاکره کوونکي مستقیم د سولې جوړجاړي ته لاړ شي.
بل خوا د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وویل چې هغه به د راتلونکو ګامونو په اړه د خبرو لپاره د دوشنبې په ورځ واشنګټن ته سفر وکړي.
د اوکراین اروپايي متحدینو له امریکا غوښتي چې د اوکراین لپاره امنیتي تضمینونه وړاندې کړي.