شمالي کوریا د امریکا او سوېلي کوریا د ګډو پوځي تمرینونو په تړاو خبرداری ورکړ

۵ ساعتونه مخکې

د شمالي کوریا ولسمشر کېم جونګ اون خور، کېم یو جونګ د امریکا، سوېلي کوریا او جاپان ګډو پوځي تمرینونو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دا کار به د دغو هېوادونو لپاره «ناوړه پایلې» ولري.

دا په داسې حال کې ده چې سوېلي کوریا ویلي، د روانې سپټمبر میاشتې پر ۱۵ نېټه ګډ پوځي تمرینونه پیلوي.

ورسره جوخت، د شمالي کوریا دولتي رسنیو د کېم جونګ اون د خور له قوله ویلي چې که د دښمن د ځواک ښودولو دا لړۍ روانه وي، نو شمالي کوریا به ښکاره او سخت ځواب ورکړي.

نور خبرونه

رادیو