د روسیې د تېلو په یوې سترې تصفیه‌خونه کې اور لګېدلی

۳ ساعتونه مخکې

د راپورونو له‌مخې، په روسیه کې د تېلو په یوې سترې تصفیه‌خونه کې اور لګېدلی دی. د دغه هېواد په شمال لوېدیځ کې د « کیریشي» په نامه د تېلو په دې ستره تصفیه‌خونه کې اورلګېدنه د بې‌پلوټه الوتکې د راغورځېدو له امله رامځته شوې ده.

په روسیه کې د لینېن‌ګراد والي رسنیو ته ویلي چې اور اوس مړ شوی او په پېښه کې څوک نه دي ژوبل شوي.

د کیریشي په نامه د تېلو تصفیه‌خونه په روسیه کې له هغو دوو سترو تصفیه‌خونو څخه ده چې د ورځې تر ۳۵۰ زرو بېلرو ډېر تېل تصفیه کوي.

نور خبرونه

رادیو