سبا د دوشنبې په ورځ د قطر په ملاتړ په دوحه کې د عربواسلامي هېوادونو سرمشریزه کیږي.
د عرب ټولنې عمومي منشي احمد ابوالغیت شرق الاوسط ورځپاڼې ته وویل، دا غونډه دا پیغام لري چې «قطر یوازې نه دی، عرب او اسلامي هېوادونه یې په څنګ کې ولاړ دي».
په قطر کې د حماس د مشرانو د استوګنې پر یوې ودانۍ د اسراییل برید د امریکا د متحدو خلیجي عربو هېوادونو د یو کېدو لامل شوې.
دغه اضطراري سرمشریزه، چې د عرب ټولنې او د اسلامي همکارۍ سازمان غړي پکې ګډون کوي، د یکشنبې په ورځ د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه پیل شوه څو د یوه پرېکړهلیک د مسودې په اړه خبرې وکړي.
د عرب ټولنې عمومي منشي احمد ابوالغیت شرق الاوسط ورځپاڼې ته وویل، دا غونډه دا پیغام لري چې «قطر یوازې نه دی، عرب او اسلامي هېوادونه یې په څنګ کې ولاړ دي».
قطر، چې د غزې د دوه کلنې جګړې د پای ته رسولو په هڅو کې منځګړی دی، نتنیاهو په «دولتي ترهګرۍ» تورن کړی دی.
اسراییل وايي، چې قطر ترهګرو ته مجللې ودانۍ په واک کې ور کړې دي.
متحده عربي امارات، چې د امریکا متحد دی او د ابراهیم تړون لاندې له اسراییل سره د اړیکو د عادي کولو تر ټولو څرګند عرب هېواد دی، د جمعې په ورځ د اسراییل مرستیال سفیر احضار کړ.
متحده عربي اماراتو د قطر ثبات د خلیج همکارۍ شورا د هېوادونو د امنیت او ثبات «نه جلا کېدونکې برخه» بللې، چې سعودي عربستان هم پکې شامل دی.