د پیسو نړۍوال صندوق د ۲۰۲۶ کال لپاره د پاکستان بودجه ارزوي

۷ ساعتونه مخکې

د پیسو نړۍوال صندوق یا ای‌اېم‌اېف په پاکستان کې د سختو ورښتونو له کبله د رامنځته شوې مرګ‌ژوبلې او ویجاړۍ په اړه خواشیني ښودلې او وايي، دغه بانک به ارزونه وکړي چې د ۲۰۲۶ کال لپاره د پاکستان بودجه د بېړنیو اقداماتو او لګښتونو لپاره بسنه کوي او که نه.

د پاکستان د طبیعي پیښو د مدیریت ادارې د راپور له‌مخې، په پاکستان کې د وروستیو سختونو ورښتونو له کبله ۹۷۲ مړه شوي او سېلابونو ګڼې کرنیزې ځمکې ویجاړې کړي دي.

د چاپیریال ساتنې د برخې پوهان وايي چې په پاکستان کې د سختو ورښتونو له کبله د رامنځته شویو زیانونو په پایله کې به سږکال د دغه هېواد د اقتصادي ودې کچه هم ورو وي.

نور خبرونه

رادیو