د جګړې د پای خبرې؛ ټرمپ د اوکراین ولسمشر ته د هوکړې مشوره ورکړې

AP ۱۴۰۴ زمری ۲۵

له ولادیمیر پوتین سره تر ناستې وروسته ډونالډ ټرمپ له فاکس نیوز ټلوېزیوني شبکې سره د مرکې په لړ کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ته مشوره ورکړې، چې د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره مسکو سره هوکړې ته حاضر شي.

ټرمپ د دغې مرکې پر مهال وویل: «زېلېنسکي باید هوکړه وکړي. وګورئ، روسیه یو ډېر ستر قدرت دی؛ خو اوکراین بیا نه‌دی. هغوی ډېر زړور سرتېري لري.»

نور خبرونه

رادیو