د بښنې نړیوال سازمان: طالبان باید سملاسي بدني سزاګانې پای ته ورسوي

AP ۱۴۰۴ زمری ۲۵

د بښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا څانګې له طالبانو غوښتي چې د بشري حقونو نړیوال قانون ته درناوی وکړي او باید سملاسي بدني سزاګانې پای ته ورسوي. سازمان زیاتوي، چې دا بدني سزاګانې د قربانیانو او د هغوی کورنیو ته د نامناسبې پروسې، قانوني حل لارو او مرستې په نه موجودیت کې ترسره کېږي.

دغه سازمان ویلي، چې قربانیان او د هغوی کورنۍ، په ځانګړې توګه ښځې، په عام محضر کې د دُرو وهلو له سختې سزا وروسته، په ټولنه کې د لا ډېرو غیرانساني شرایطو، ناوړه چلند او د انساني کرامت له سپکاوي سره مخ کېږي.

دوی پر طالبانو غږ کړی، چې باید سملاسي د بدني سزا جرمي عمل پای ته ورسوي او د بشري حقونو نړیوال قانون ته درناوی وکړي.

دغه سازمان څو ورځې وړاندې هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، چې د افغانستان قانوني چوکاټ په بشپړه توګه له‌منځه وړل شوی او طالبانو د «اسلامي شریعت» له سخت‌دریځه تفسیر څخه الهام اخیستی یو سیسټم جوړ کړی دی. دغه سازمان ویلي و، بې‌ثباتي، خپلسرې محکمې او شکنجې د دغه ظالمانه نظام برخې دي.

نور خبرونه

رادیو