ځانګړی

پاکستان او د طالبانو پر ضد د نوي نسل مشران په اسلام اباد کې غونډه کوي

۴ ساعتونه مخکې

باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د پاکستان په کوربه توب د طالبانو پر ضد د نوي نسل مشرانو، سیاسي فعالانو ، د ګوندونو استازو او په دغه هېواد کې د افغان میرمنو په کډون ناسته ترسره کېږي.

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته نن شنبه د «زمري ۲۵مه» ویلي، چې دغه غونډه د اګېست په ۲۵مه او ۲۶مه نېټه د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې ترسره کېږي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې: «د افغانستان په وړاندې د پاکستان په چلند کې دا بنسټیز بدلون د دې څرګندویې کوي، چې پاکستان له کلونو وروسته غواړي افغانستان لکه څنګه چې دی هغسې وګوري، نه د یوې ډلې له نظره.»

تر اوسه د طالبانو هیڅ چارواکي د ډلې مخالفینو او یا د پاکستان حکومت په رسمي ډول د یادې غونډې په تړاو په رسمې ډول څه نه دي ویلي، خو پاکستان ویلي چې "طالبان ټول افغانستان نه دی".

دا به لومړی ځل وي، چې د پاکستان په کوربتوب د طالبانو پر ضد د افغانستان د ګڼو ګوندونو او جریانونو لومړۍ عامه غونډه ترسره کېږي.

که څه هم اسلام اباد او طالبانو په تیرو څلورو کلونو کې پراخي سیاسي اړیکې درلودې، خو په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسله والو حضور د اسلام اباد او طالبانو ترمنځ د مخالفت سرچینه پاتې شوې ده خو طالبانو تل د پاکستان دا ادعا رد کړې ده.

نور خبرونه

رادیو