د بیان د ازادۍ مرکز: د کاناډا حکومت دې د افغان خبریالانو ملاتړ وکړي

۱ ساعت مخکې

د بیان د ازادۍ مرکز د افغان خبریالانو پروړاندې روان وضعیت ته په کتو سره د کاناډا له حکومته غوښتي، چې په کور دننه او بهر د افغان خبریالانو ملاتړ ته دوام ورکړي. یاد مرکز ویلي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ازادې رسنۍ، د بیان ازادي او مدني فضا له منځه وړل شوې ده.

د بیان د ازادۍ مرکز د شنبې په ورځ (د زمري ۲۵مه) په یوې خبرپاڼه کې د کاناډا له حکومته غوښتي: «د طالبانو د ظلمونو پر ضد او په افغانستان کې د خبریالانو په ګډون د ښځو، نجونو، هلکانو او نارینه‌وو د حقونو او ازادیو د خوندیتوب لپاره غږ پورته کړي.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د طالبانو تر واک لاندې د افغان خبریالانو ناسم وضعیت په نړۍ کې بې مثاله دی.

دوی لیکلي: «موږ د کاناډا له حکومته غوښتنه کوو، چې د هغو افغان خبریالانو د مېشتېدنې لپاره زمينه برابره کړی، چې دا مهال په پاکستان، ایران، ترکیه او نورو هېوادونو کې درېیمو هېوادونو ته د پناه غوښتلو لپاره په تمه دي.»

د بیان د ازادۍ مرکز ټينګار کړی، چې د جلاوطنه خبریالانو لپاره دې د بیان د ازادۍ د ژوندي‌ ساتلو او مبارزې لپاره همکارۍ زياتې شي.

دغه مرکز په کاناډا کې دی، چې د رسنیو د ازادۍ د ترویج، د افغان خبریالانو د ملاتړ او د بیان د ازادۍ د دفاع لپاره کار کوي.

واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته خبریالان او رسنۍ له ګڼو بندیزونو او محدودیتونو سره مخ دي او ان اوس هم یو شمېر خبریالان د طالبانو په زندانونو کې دي.

له دې سره، د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان بیا تېره اوونۍ د طالبانو د څلور کلنې واکمنۍ په لړ کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۵۳۹ ثبت شویو پېښو خبر ورکړ.

دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه پېښې د ۲۰۲۱کال د اګسټ له میاشتې څخه نیولې بیا د ۲۰۲۵کال د جولای تر میاشتې پورې ثبت شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ له دې ډلې ۲ خبریالان وژل شوي، ۲۰ ټپيان شوي، ۲۵۳ نيول شوي، ۷۹ ګواښل شوي، ۵۱ وهل شوي، ۵۹ خبریالانو سره ناقانونه چلند شوی، ۵ تښتول شوي، پر دوو خبريالانو د وژنې هڅې شوې او دغه ډول د خبريالانو د وېرولو او ځورولو نورې پېښې هم ثبت شوې دي.

د دغو ګواښونو له امله سلګونه خبریالان د هېواد پرېښودو ته اړ شوي، چې ډېری یې په ایران، پاکستان، ترکیه او د سیمې په یو شمېر نورو هېوادونو کې د نامعلوم برخلیک سره مخ دي او د اروپایي او امریکایي هېوادونو ته د لېږد په تمه دي.

نور خبرونه

رادیو