طالبانو ته د عاصم منیر خبرداری: پاکستان ته د وسله‌والو لېږد بند کړئ

۴ ساعتونه مخکې

د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشال عاصم منیر افغان طالبانو ته خبرداری ورکړی، چې پاکستان ته د ټي ټي پي وسله‌والو د لېږد او لارښوونې مخه دې ونیسي. منیر زیاته کړه:«د هر پاکستاني د ژوند ساتنه د حکومت مسولیت دی.»

عاصم منیر دا څرګندونې په بروکسل کې له یوه خبریال سره په خبرو کې کړي.

پر همدغه مهال عاصم منیر خبرداری ورکړی، چې هند دې د نیابتي ډلو له لارې د پاکستان د ناامنه کولو هڅې ودروي.

د پاکستان پوځ مشر دا څرګندونې پر داسې مهال وکړې، چې د دواړو هېوادونو اړیکې د وروستیو میاشتو په ترڅ کې د تریخوالي او امنیتي اندېښنو له امله ترینګلې شوې دي.

اسلام‌اباد تل ویلي چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر خاوره بریدونه کېږي، خو طالبانو دغه تورونه رد کړي دي.

نور خبرونه

رادیو