طالبانو چین کې په افغانستان د بیا واکمنیدو څلورمه کلیزه ونمانځله

۵ ساعتونه مخکې

په چین کې د طالبانو سفارت پر اېکس پاڼې لیکلي، چې دغې ډلې پر افغانستان د بیا واکمنیدو څلورمه کلیزه، د افغانستان په سفارت کې نمانځلې ده. یاد سفارت لیکلي: «د امریکایي اشغال پای او د بریا ورځ مو ونمانځله.»

سفارت زیاته کړې، چې په دې نمانځغونډه کې د امریکا د حضور او د دوی د وتلو په اړه جوړ شوی مستند فلم هم وړاندې شو.

همدا راز دوی زیاتوي چې په دې نمانځغونډه کې د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو، ډېپلوماټانو، د کوربه هېواد چارواکو، ځینو اکاډیمیکو شخصیتونو، افغان تجارانو او محصلینو ګډون کړی و.

دوی زیاتوي، چې په دې جوړې شوې غونډه کې په چین کې د طالبانو سفیر بلال کریمي له چین سره د ډېپلوماټیکو او نورو همکاریو په اړه وینا وکړه.

طالبانو سفارت وايي چې د نمانځغونډې په بله برخه کې د چین ولسي جمهوریت د اسیا برخې مشر لیو جین سونگ وینا وکړه او د دې ورځې په اړوند یې طالبانو ته مبارکي ورکړې.

دوی د لیو جین سونګ په حواله لیکلي، چې هغه افغانستان د چین یو ښه گاونډی وباله او له خپله اړخه یې له افغانستان سره د اړیکو او بېلابېلو برخو کې د لا زیاتو همکاریو ډاډ ورکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان هرکال د زمري۲۴مه د خپلې ډلې د بیاځلي واک ته رسېدو له امله د بریا ورځ په توګه نمانځي.

نور خبرونه

رادیو