د ایران د سیستان او بلوچستان په ایرانشهر ښار کې وسله والو کسانو د ایراند امنیتي ځواکونو پر یوه موټر برید کړی دی.
د «حالوش»وېبپاڼې د راپور له مخې، دغه پېښه د ښار په امیني میدان کې رامنځته شوې ده
د سیمې امنیې قوماندانۍ د دې برید د تایید ترڅنګ ویلي،چې د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده،چې په ترڅ کې یې د امنیتي ځواکونو دوه غړي ټپیان شوي دي.
چارواکو د برید د عاملینو د هویت او د پېښې د انګېزې په اړه جزیات نه دي ورکړي، خو په سیمه کې د امنیتي ځواکونو ګزمه او پلټنې روانې دي.
دا پېښه په داسې حال کې شوې چې سیستان او بلوچستان د ایران له هغو ولایتونو څخه دی چې په کې وخت ناوخت وسله وال بریدونه او نښتې کېږي.