العربیه راپور ورکړی چې د اسراییل پوځ د غزې په جنوبي ښار خان یونس کې د کورونو د نړولو لپاره له روباټونو څخه کار اخلي.
د سرچینې په وینا، دغه روباټونه د اسراییلو ځواکونو لخوا د ودانیو د تخریب عملیاتو کې کارول کېږي، څو د عسکرو د احتمالي مرګ ژوبلې مخه ونیسي.
دا اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي چې د اسراییلو بریدونه پر غزه لا هم روان دي او د ملکي وګړو ژوند له جدي ګواښسره مخ دی.