د طالبانو د سترې محکمې د دویمې ګڼې د فرمان له مخې د کاپیسا ولایت له زندان څخه ۵۵ زندانیان ازاد شول.
د طالبانو د کاپیسا ولایت د زندانونو د تنظیم امر محبت الله حافظ وايي چې ددې ډلې د سترې محکمې د فرمان له مخې ۲۳ نورو بندیانو د بند موده کې کمې راغلی.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون د خبر له مخې طالب مسوولینو له زندانیانو غوښتنی، چې له خپلو جرمونو توبه وباسي او خپل عادي ژوند دې غوره کړي.
د طالبانو د شمېرو له مخې له دې وړاندې په کاپیسا زندان کې شاوخوا ۷۰۰ زندانیان ساتل کېدل.