د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ډېری مواردو کې هوکړه کړې ده او د خبرو اترو په ترڅ کې یې ښه پرمختګ کړی، خو ټینګار یې کړی چې تر وروستۍ هوکړې پورې لا کوم رسمي تړون نه دی شوی.
ټرمپ د خپلې لیدنې وروسته په یوه خبري ناسته کې وویل: «تر اوسه تړون نهايي شوی نه دی، خو د هغې د رامنځته کېدو قوي امکان شته. په دې موضوع کې باید ناټو او اوکراین هم موافق وي؛ زه به له ناټو او ولادیمیر زیلینسکي سره اړیکه ونیسم.»
هغه زیاته کړه،چې تل یې له پوتین سره ښه اړیکې لرلې، که څه هم ځینې وختونه یې ورسره سخته ناسته هم درلوده.
د ټرمپ په وینا، پوتین غواړي چې د وژنو د درولو شاهد وي او ښايي ډېر ژر په مسکو کې بله ناسته هم ترسره شي.
د امریکا ولسمشر څرګنده کړه،چې یو مهم مورد لا هم د موافقې لاندې نه دی راغلی، خو هیله شته چې په راتلونکي کې پرې وروستی توافق وشي.