په کندهار پوهنتون کې د زده کړیالانو د استوګنې لپاره لیلیه فعاله شوه

۱۰ ساعتونه مخکې

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت د شنبې په ورځ (د وږي ۲۲مه) په کندهار پوهنتون کې زرو تنو زده کړیالانو د استوګنې لپاره معياري ليليه، چې «دارالصالحین» نومیږي، فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دغې لیلیې کې زده کړیالانو لپاره ټولې اسانتیاوې لکه، د اوبو او برېښنا منظم سیسټمونه، درې وخته خواړه او د سپورټ لپاره ځانګړی ځای هم برابر شوي دي.

دغه وزارت په دې اړه چې پر دغې لیلیې څومره لګښت راغلی څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو