د طالبانو د واکمنۍ څلور کاله

په تېرو ۴ کلونو کې د طالبانو تر واک لاندې کندهار هوايي ډګر لوټ شوی او اوسپنې یې پلورل شوي

۲۱ ساعتونه مخکې

د کندهار هوايي ډګر چې له تېرو څو لسیزو راهیسې د افغانستان تر ټولو دویمه لویه پوځي اډه ګڼل کېږي، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۳مه د طالبانو لاس ته ولوېده.

دا هغه ورځ وه، چې د ښار د سقوط تر څنګ د سیمې د ستراتیژیکو پوځي زېرمو برخلیک هم بدل شو.

په کندهار کې د دې اډې د سقوط پر مهال ګڼ پاکستاني وګړي، بلوڅان او یو شمېر نور وسله وال د میدان مخې ته له وسلو سره ولاړ وو او د جمهوري نظام د پاتې وسلو، چورلکو او ګاډو په لیدو یې خوښۍ کولې.
افغانستان انټرنشنل ـ پښتو له پخوانيو پوځي او ملکي چارواکو او تر لسو زیاتو بېلابیلو سرچینو سره خبرې کړي او د سقوط پر مهال یې د ځینو خلکو د سترګو لیدلی حال هم را اخیستی.
په دې اډه کې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د افغان پوځ سلګونه موټرونه، د زرګونو ټنو په کچه وسلې او مهمات، د هوايي لوا ځانګړي تجهیزات او ګڼ شمېر نور نظامي وسایل موجود وو.
دغه ټول تجهیزات چې د لوېدیځو هېوادونو په میلیاردونو ډالرو برابر شوي وو، په یوه شپه د طالبانو تر ولکې لاندې راغلل او د افغانستان په معاصر پوځي تاریخ کې د غنیمت یوه بې‌ سابقه پېښه وشوه.
د واک د نیولو په لومړیو شېبو کې د طالبانو مشرانو د ښار پوځي چارې د سوېلي زون یوه پیاوړي قوماندان او هغه مهال د کندهار والي یوسف وفا ته وسپارلې.
وفا چې اوسمهال په بلخ کې د طالبانو والي دی او د دې ډلې د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده له خورا نږدې کسانو څخه ګڼل کېږي، په لومړیو ساعتونو کې یې خپلې باوري ملېشې د ښار ټولو مهمو پوځي تاسیساتو ته واستولې. موخه یې دا وه چې د افغان پوځ پاتې شونې وسلې، زغروال موټرونه، ټانکونه، مخابراتي وسایل او نور مهم تجهیزات ژر تر ژره راټول او د هغه لپاره یې خوندي کړي.

د کندهار هوايي ډګر د طالبانو تر سقوط وروسته

که څه هم د کندهار قول اردو او نورو مهمو اډو نیول په چټکۍ ترسره شول، خو هوايي ډګر لا هم د طالبانو د بشپړ کنټرول لاندې نه وو راغلی.
د سقوط په لومړیو ورځو کې ځینې پخواني لوړپوړي چارواکي او نظامیان په دې هڅه کې وو، چې د هوايي ډګر له لارې کابل ته لاړ شي، ځکه هوايي ډګر لا هم طالبانو په خپله ولکه کې نه وو راوستلی.
د یاد ډګر له نیولو سره سم، د سیمې خلکو د کندهار ښار په سړکونو کې داسې زغروال موټرونه، درنې نظامي لارۍ او ځانګړي ټرانسپورټي وسایط ولیدل چې تر دې وړاندې یې هېڅکله نه وو لیدلي.

په همدې مهال، ډېری موټرونه او نور تجهیزات د یوسف وفا د کسانو له خوا پاکستان ته لېږدول کېدل، چې هغه وخت یې د طالبانو د ځینو غړیو له خوا هم شکایتونه راپورته شول.
سرچینې وايي، چې دغه تجهیزات په پاکستان کې د څو چینلونو له لارې وپلورل شول.
یوه برخه یې د پاکستاني ځواکونو تر ولکې لاندې راغله او بله برخه د یوسف وفا د اعتماد وړ کسانو ته وسپارل شوه، چې د پوځي بازارونو او اوسپنې په فابریکو کې یې وپلوري.

د کندهار هوايي ډګر د طالبانو تر سقوط مخکي


زغروال موټرونه د پرزو په توګه وپلورل شول، د فولادو او اوسپنې په فابریکو کې پرې کړل شول او ځینې حساس وسایل، لکه د شپې لید دوربینونه، مخابراتي سیسټمونه او د ډرون پرزې د منځني ختیځ او سوېلي اسیا په تورو بازارونو کې په لوړه بیه وپلورل شول.
سرچینې وايي، چې د کندهار هوايي ډګر د طالبانو لاس ته لوېدل یوازې یو تاکتیکي پرمختګ نه وو، بلکې د افغانستان د هوايي او ځمکنیو عملیاتو د توازن بشپړ ړنګېدل وو.
د کندهار د هوايي لوا یو پخوانی جنرال وايي: «هغه تجهیزات چې د افغان پوځ د معاصرې جګړې د ملا تیر جوړول، په څو اوونیو کې یا له منځه یوړل شول او یا له هېواده بهر کړل شول.»
د دې پېښې پایلې یوازې د کندهار لپاره نه، بلکې د ټول افغانستان لپاره د ستراتیژیکې کمزورتیا یوه بېلګه ده، چې لا یې اغېزې محسوسېږي.

د کندهار د هوايي‌ډګر د سقوط پر مهال یو شمېر پاکستانیان او بلوڅان په هوايي‌ډګر کې


افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د جمهوریت پر مهال د کندهار د والي له یوه مرستیال، د هوايي ډګر له یوه پخواني مشر او د هوايي ځواکونو له یوه قومندان سره پر دې موضوع خبرې کړي.
هغوی چې د امنیتي دلایلو له امله نه غوښتل نومونه یې واخیستل شي، وایي چې له سقوط څو میاشتې وړاندې په زرګونه د الوتکو پرزې، په لسګونه کانټینر مهمات، له بهرنیو ځواکونو پاتې عصري موټرې، په زرګونه تخنیکي وسایل او ډېر نور تجهیزات موجود وو، چې اوس له منځه تللي او واکمنو طالبانو په لومړیو ورځو کې لوټ کړي او د اوسپنې په توګه یې پلورلي دي.
د جمهوریت پر مهال د کندهار د هوايي ډګر یو مسوول کس وايي: «د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرمهال هغوی موږ ته په لسګونه کانټینر پرزې پرېښودلې، چې زموږ د شاوخوا ۱۵ کلونو اړتیاوې یې راپوره کولې، خو اوس هېڅ نه شته او ټول چور شوي‌ دي.»
د جمهوریت پرمهال د کندهار د ولایت مقام یوه مرستیال بیا ویلي، چې سلګونه موټر یوسف وفا، د استخباراتو مشر عبدالرشید منیت او د طالبانو د هوايي لوا قومندان فتح الله منصور په ګډه پاکستان ته اړولي او یا یې همدلته په کباړ کې پلورلې دي.
نوموړي زیاته کړې: «بهرنیو ځواکونو په ډېر شمېر هغه عصري ګاډي پرېښي وو، چې کله ناکله به یې الوتکې پرې کشولې یا به یې د میدان دننه له یوه ځایه بل ځای ته انتقالولې. د سقوط پر مهال طالبانو ټول له منځه یووړل او بیا یې هېڅ پته ونه لګېده.»
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو څلور کاله وروسته، که څه هم د کندهار هوايي ډګر د طالبانو تر پوځي کنټرول لاندې دی، خو د هغه پخوانی ځواک، پرمختللي تجهیزات او د نړۍوالو معیارونو پوځي زېرمې یې له نیمایي هم کمې پاتې دي.
د دې مرکز د غنیمت کیسه د افغانستان په نوې جګړه ییز تاریخ کې د یوې داسې شېبې په توګه پاتې ده، چې له هغې وروسته د هېواد د دفاعي وړتیا مسیر د تل لپاره بدل شو.
د کندهار د سقوط په ورځو کې د طالبانو لوړپوړي مشران لکه قیوم ذاکر، صدر ابراهیم، ملا برادر، ملا یعقوب او یو شمېر نور له بېلابېلو سیمو په سقوط بوخت وو او د ښار د سقوط د څارنې او عملیاتو لپاره یې دومره فرصت نه درلود.
په همدې حال کې، یوسف وفا د کندهار د نظامي وسایلو د لوټ او انتقال په بهیر کې لومړنی او اصلي لوبغاړی و، چې په پراخه کچه یې وسلې، موټرونه او نور تجهیزات پرله‌پسې پاکستان ته لېږدول.
له دې سره، د افغانستان انټرنشنل - پښتو سرچینې وایي چې په دې لړ کې د طالبانو د هوايي لوا نوی قوماندان فتح الله منصور (د ملا اختر محمد زوی) هم فعاله ونډه لرله.
هغه چې وروسته د هوايي لوا د قوماندان په توګه وټاکل شو، د تجهیزاتو په راټولولو او ساتلو کې یوسف وفا ته ځانګړې مرستې وکړې.
هغه مهال د کندهار د استخباراتو او وروستیو کې د کندوز د استخباراتو مسوول عبدالرشید منیب هم د وسلو په انتقال کې فعاله ونډه لرله او هر څه به یې په شراکت او همغږۍ ترسره کول.
یاد درېیو کسانو یو هدف تعقیبوه، چې د کندهار لوړې پوځي زېرمې لوټ کړي او له سیمه ییزو ځواکونو سره یې ووېشي.
خو دا وسایل یوازې پاکستان ته نه وو انتقال شوي؛ بلکې یوسف وفا د خپل باور وړ سیمه‌ ییزو قوماندانانو او وسله‌ والو ته هم د تجهیزاتو ځانګړې برخې ورکولې.
دغه کړنه د طالبانو په دننه کې د ځواک د وېش او کاري پلورنځیو جوړولو ته زمینه برابره کړه، په ځانګړې توګه له هغه وروسته چې د ملا هبت الله د ساتنې لپاره ځانګړې قطعه جوړه شوه، چې د دغې ځانګړې قطعې لپاره هم د کندهار د وسلو او موټرو تر ټولو غوره او پرمختللې برخه ځانګړې شوه.
له همدې امله، د جمهوریت د دورې هغه نیمایي نظامي موټرونه، وسلې او تجهیزات چې د کندهار په پوځي مرکزونو کې موجود وو، یا اوس ورک دي او یا ورته د لاسرسي جدي ستونزه شته.
د کندهار د هوايي ډګر او پوځي اډو دغه سترې غلاوې او د تجهیزاتو وېش نه یوازې د سیمه ییزو پوځي عملیاتو وړتیا کمزورې کړې، بلکې د طالبانو دننه د واک د وېش لپاره هم یوه مهمه وسیله ګرځېدلې ده.
دغه وضعیت د دې ښکارندویي کوي، چې څنګه د نظامي شتمنیو پر سر د طالبانو دننه هم د ولکې او نفوذ سیالۍ په پرله‌ پسې توګه روانه ده، چې دا کار بیا د سیمې امنیتي ثبات ته جدي زیانونه اړوي.
د کندهار د نظامي تجهیزاتو دا سترې غلاوې او وېش د افغانستان د وروستیو کلونو د جګړې له لویو تراژیدیو او د واک د ناسمو استعمالونو له څرګندو بېلګو ګڼل کېږي.
تاسو د سپوږمکۍ په اخیستل شویو انځورونو کې لیدلی شئ، چې پخوا د کندهار په هوايي ډګر کې څومره تجهیزات او موټر موجود وو، خو وروسته ټول وړل شوي دي.
هغه مهال د کندهار د استخباراتو ویاند جواد یاسر هم پر ټولنیزو رسنیو د کندهار پر چارواکو نیوکه وکړه او غوښتنه یې وکړه، چې پاکستان ته د تجهیزاتو له لېږدولو ډډه وکړي.
خو د طالبانو د استخباراتو پخواني مشر عبدالرشید منیب او د هغه مهال والي یوسف وفا نوموړي ته دسیسې جوړې کړې او ان هغه یې په زندان کې په وهلو کې تر مرګه ورساوه.


په افغانستان کې شاوخوا نیم میلیون وسلې ورکې شوې، وپلورل شوې یا قاچاق شوې


د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د دوو لسیزو په اوږدو کې د امریکا له خوا تر ۱.۶ میلیونه زیاتې سپکې او درنې وسلې او پوځي تجهیزات دغه هېواد ته ورکړل شوي وو.
خو پر افغانستان د طالبانو له ولکې وروسته یو لوی شمېر دغه وسایل یا ورک شوي، قاچاق شوي یا په تور بازار کې پلورل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې د وروستیو راپورونو له مخې، د پخواني افغان حکومت د امنیتي او دفاعي ځواکونو له وسلو نیمایي برخه د طالبانو لاس ته لوېدلې، خو له دې نیمایي زیات شمېر وسلې ورکې دي.
دغه ورکې شوې وسلې په احتمال سره په تور بازار کې خرڅې شوي یا ښايي د ترهګرو ډلو لکه القاعدې لاس ته ورغلي وي.

په کندهار کې د هوايي ډګر د سقوط وروسته په لومړیو ورځو کې د هوايي‌ډګر مخ


کندهار چې پاکستان ته نږدې پروت ولایت دی او دلته د وسلو زيرمې زیاتې وې، د یوسف وفا له خوا پاکستان ته د وسلو او تجهیزاتو له ډالۍ سره سره ویل کیږي، چې د پخواني افغان پوځ وسلې د «ټي ټي پي» او بلوڅ بېلتون پالو لاسونو ته هم رسېدلي دي.
د وسلو د ورکېدو په اړه څېړنې ښيي، چې د طالبانو د واکمنېدو وروسته، د افغان پوځ او پولیسو ډېری تجهیزات له منځه تللي یا د قاچاق په لارو وړل شوي دي.
په ځانګړې توګه د افغانستان د بېلابېلو برخو نظامي اډې لکه د کندهار هوايي ډګر چې په دوو لسیزو کې تر میلیونونو ډالرو ارزښت لرونکي تجهیزات پکښې راغونډ شوي وو، د طالبانو تر واک لاندې راغلي او ډېر تجهیزات یې له هېواده بهر قاچاق شوي یا پلورل شوي دي.
د دې وسلو او تجهیزاتو له ورکېدو او قاچاق څخه د سیمه‌ ییزې امنیتي وضعې د خرابوالي د پراخېدو ګواښ هم راپورته شوی دی.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې راپورونه ښيي چې د وسلو د ورکېدو، قاچاق او پلورل کېدو مسایل تر اوسه هم په دوامداره توګه څېړل کېږي، خو د شواهدو پراخوالي او پیچلتیا له امله د بشپړ انکشاف مخه ډیره سخت ده.

کندهار کې د وسلو بازار؛ له ازاد بازاره تر پټې سوداګرۍ

په کندهار کې د طالبانو د بیا واکمنېدو لومړیو میاشتو څخه یو پراخ او فعال د وسلو بازار منځ ته راغلی وو، چې په کې نوې او کارول شوې امریکایي وسلې او پوځي تجهیزات په ازاده توګه پلورل کېدل.
دا بازار چې په سیمه کې د بې‌ ساري پوځي تجهیزاتو د راکړې ورکړې مرکز وو، په خاص ډول د هغو وسلو پر شاوخوا راڅرخېده چې تر ډېره د متحده ایالاتو ځانګړو ځواکونو یا د «سی ای اې» تر څارنې لاندې کارول کېدې.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د طالبانو له راتګ تر یو کال وروسته کندهار کې وسلې په ازاده توګه په بازار کې موجودې وې، خو د وخت په تېرېدو سره دغه ازاد بازار ورو ورو مخ پر پټه سوداګرۍ بدل شو.
اوس د وسلو پېر او پلور په عامه توګه نه کېږي، بلکې د واټس اپ او نورو ټولنیزو شبکو له لارې په پټه ترسره کېږي.
د وسلو دغه سوداګري په سیمه کې د شتمنو اشخاصو، سوداګرو او ځینو سیمه‌ ییزو قوماندانانو ترمنځ د اړیکو له لارې روانه ده.
دوی د هغو وسلو او پوځي تجهیزاتو د پېر او پلور په برخه کې فعال دي چې اکثره یې د امریکایي پوځ او ځانګړو ځواکونو له زیرمو پاتې دي.
دغه وسلې د کندهار د مخکیني حکومت پر وخت افغان امنیتي ځواکونو ته ورکړل شوې وې او ډېرې یې د جګړو پر مهال یا د افغان ځواکونو له مرکزونو څخه ترلاسه شوې دي.
په دې بازار کې د وسلو ډولونه له سپکو او منځنیو ټوپکونو څخه نیولې تر پرمختللو وسلو، موټرو او حتی پرمختللو پوځي تجهیزاتو پورې شامل دي.
دغه وسلې د پاکستان او نورو ګاونډیو سیمو بازارونو ته هم قاچاق کېږي او د وسله‌والو ډلو لاس ته رسېږي.
د وسلو دغه پټه سوداګري د کندهار او شاوخوا سیمو د امنیتي وضعیت لپاره ستر ګواښ ګڼل کېږي.
د وسلو له پراخ شتون او نامعلوم وېش سره، د سیمې وسله والې ډلې لا پسې قوي کېږي او سیمه‌ ییز ثبات له جدي ګواښ سره مخ کېږي.
په همدې حال کې طالبانو هم هڅه کړې چې د وسلو د پټې سوداګرۍ مخه ونیسي، خو د دې بازار د پیچلتیا، پراخوالي او د پټې سوداګرۍ د لارې د مخفیانه عملیاتو له امله تر اوسه بریالي شوي نه دي.

افغانستان د امریکا د پاتې شویو وسلو ستر پلورونکی دی

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګنده کړې چې افغانستان د امریکا د پاتې شویو وسلو تر ټولو لوی پلورونکی دی.
د هغه په وینا، امریکا په افغانستان کې سلګونه زره سپکې وسلې او زرګونه موټر پرې ايښي چې اوس په سیمه کې په پټه توګه پلورل کېږي.
د سیمه‌ ییزو هېوادونو په ګډون پاکستان هم د دغو وسلو د خپرېدو له امله اندېښمن دی، ځکه وسله‌ والې ډلې د دې وسلو په مټ پر پاکستاني پوځ بریدونه کوي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپورونه ښيي چې وسله‌ والې ډلې او د طالبانو سیمه‌ ییزقوماندانان د جګړې په وخت کې نیول شوې وسلې ساتي او تور بازار کې په لوړه کچه وسلېخرڅېږي.
په هلمند کې کلاشینکوف ټوپکونه، اېم۱۶ او اېم-۴ وسلې په زرګونو ډالرو پلورل کېږي.
دغه وضعیت د سیمې د امنیت لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي او د وسلو د کنټرول لپاره نړېوالې هڅې لا هم دوام لري.
په افغانستان کې د پاتې شویو امریکايي وسلو ارزښت تر ۱.۷ میلیاردو ډالرو اټکل شوی
امریکايي چارواکو او ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وار وار په افغانستان کې د ۸۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت د پرمختللو وسلو یادونه کړې ده، خو د امریکا د دفاع وزارت د دې وسلو حقیقي ارزښت شاوخوا ۱.۷ میلیارد ډالره اټکل کړی دی.
د افغانستان بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي دفتر«سیګار» د راپورونو پر بنسټ، په دوو لسیزو کې افغان پوځ ته د ۸۶ میلیاردو ډالرو په ارزښت وسلې او تجهیزات ورکړل شوي وو.
له دې وسلو څخه ۱.۶ میلیونه یې د بېلابېلو جګړو پر مهال کارول شوې، خو د له منځه تللو دقیق شمېر یې معلوم نه دی.
طالبان دغه وسلې د خپلو پوځي پریډونو لپاره کاروي او د خپل بریا نښه یې بولي؛ خو سږ کال طالبانو په ډېرو ولایتونو کې دغه وسلې او مهمات نندارې ته وړاندې نه کړل.
د طالبانو چارواکي دا وسلې د جګړې غنیمتونه ګڼي او وایي، چې د هېواد د دفاع او د هر ډول بهرني اقدام د مخنیوي لپاره به یې کاروي.
امریکايي پوځي کارپوهان باور لري چې پاتې شوې وسلې دومره پرمختللې نه دي لکه څنګه چې د ټرمپ له لوري ادعا شوې ده او د هغوی د بېرته ترلاسه کولو لګښت د اصلي ارزښت په پرتله ډېر دی.

طالبان د امریکا وسلې بېرته نه سپاري؛ د لا نورو تجهیزاتو په تمه


د سرچینو د معلوماتو له مخې طالبان د هغو امریکايي وسلو بېرته ورکولو نیت نه لري چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له واک نیولو وروسته یې لاس ته ورغلې دي، بلکې برعکس، د داعش ډلې پر وړاندې د جګړې لپاره د لا پرمختللو هوایي ظرفیتونو په لټه کې دي.
د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې په تازه راپور کې ویل شوي چې د طالبانو مشران د هوایي ځواک ارزښت ښه پېژني او غواړي د جګړې په ډګر کې یې د خپلې برلاسۍ لپاره وکاروي.
د وسلو د کنټرول ترڅنګ طالبان هڅه کوي هغه تجهیزات او چورلکې بېرته ترلاسه کړي چې د جمهوریت له سقوط وروسته ګاونډیو هېوادونو ته وړل شوې وې.
په دې لړ کې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په میاشت کې ازبکستان اعلان وکړ چې اووه امریکايي بلک هاک چورلکې امریکا ته سپاري، خو د طالبانو دفاع وزارت دا اقدام «د نه منلو وړ» وباله او له ازبکستانه یې د افغانستان ته د سپارلو غوښتنه وکړه.
تاریخ ښيي چې دا موضوع نوې نه ده. امریکا په ۱۹۸۰ لسیزه کې مجاهدینو ته سټېنګرتوغندي ورکړي وو، خو وروسته یې د بېرته ترلاسه کولو لپاره میلیونونه ډالر مصرف کړل چې ځینې یې آن د ایران لاس ته ورغلي وو.
د ۲۰۲۱ کال د اګست له وتلو وروسته که څه هم پنټاګون ادعا کړې وه چې پاتې شوي تجهیزات یې له منځه وړي، خو په تېرو درې نیمو کلونو کې طالبانو په امریکايي وسلو سمبال پوځ جوړکړی او د سیالو ډلو په وړاندې یې پوځي برلاسی ترلاسه کړی دی.
د جمهوریت په دوره کې د افغان هوايي ځواک تر ۲۳۵ پورې الوتکې لرلې، چې په کې ۴۰ بلک هاک او ۶۳ روسي اېم-ای ۱۷ شاملې وې. اوس د طالبانو حکومت وایي چې د دوی تر واک لاندې۶۰ الوتکې شته، چې په ۲۰۲۳ کال کې یې شمېر ۴۰ وو او نورې هم رغول کېږي.
دوی د اېم-۱۷ترانسپورتي چورلکو، اېم-۲۴ بریدګرو او اېم ډي-۵۰۰ بڼې چورلکو څخه فعاله ګټه اخلي.
د افغان پوځ پخواني جنرالان وايي، طالبان نه یوازې له پاتې شوو وسلو ګټه اخلي، بلکې پر ځینو یې نوي تجهیزات هم لګولي دي، لکه پر اېم-۱۶ ټوپکونو د شپې لید دوربینونه.
که څه هم د امریکا د سینټکام پخواني قومندان جنرال کینت مک کینزي د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۰مه اعلان کړی وو چې لسګونه زغره وال موټرونه او ۷۳ الوتکې له فعالیته غورځول شوې دي، خو د دفاع وزارت پخواني چارواکي وایي چې د هاموې پرزې اوس هم په تور بازار کې شته او په کور دننه رغول کېدای شي.
د طالبانو دفاع وزارت د سل تر ۱۵۰ زره پوځ د جوړولو ادعا کوي، خو د وسلو او تجهیزاتو دقیق شمېر نه افشا کوي.
له دې سره د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د دفاع وزارت له جوړښت بهر یو خپلواک ځواک هم روزلی، چې د لسګونو زرو کسانو په درلودلو سره، د طالبانو د نظامي ماشین یوه جلا او قوي برخه بلل کېږي.
طالبان هر کال د اګسټ ۱۵ مه د خپل بري ورځي په نوم نمانځي او د یو لړ مراسیمو پر مهال د جمهوریت او امریکايي ځواکونو پاته وسلې، تجهیزات، وسایل او بېلابېل نظامي توکي د نمایش په ډول نندارې ته وړاندي کوي.
وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له امریکايي وسلو سره د طالبانو پوځي ننداره نه شي زغملی، طالبانو په بګرام کې د خپلې واکمنۍ د څلورم کال د نمانځنې په ترڅ کې له امریکايي وسلو سره پوځي ننداره ونه کړه.
د امریکا ولسمشر څو ځله نارضایتي څرګنده کړې چې امریکايي وسلې په افغانستان کې پاتې شوې او طالبان یې په خپلو پوځي نندارو کې کاروي.
بل خوا د طالبانو لوی درستیز فصیح الدین فطرت په تازه مرکه کې ویلي چې ټرمپ د دې ډلې د نظامي نندارو په اړه حسادت کوي.
هغه ټینګار وکړ چې طالبان به د بګرام کنترول هېڅ هېواد ته نه سپاري

نور خبرونه

رادیو