د طالبانو د واکمنۍ څلور کاله

حلیم فدايي: طالبانو د سرپرست حکومت په ختمېدو د سیاستوالو د ګډ حکومت خوبونه سیلاب یووړل

۱۵ ساعتونه مخکې

په تېر جمهوري نظام کې پخواني والي حلیم فدایي وايي: «خوشحاله یم، چې طالب له خپل رژیم څخه د سرپرست لېبل لیرې کړ؛ ځکه هغه سیاستوال او مشران چې د طالب سره یې د ګډ حکومت خوبونه لیدل اوس یې خوبونه سیلاب یو وړل.

نوموړي ویلي، چې طالبانو اوس خپله اصلي څېره ښکاره کړې.

د تېر جمهوري نظام پخواني والي حلیم فدايي د جمعه په ورځ (د زمري ۲۴مه) پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي: «طالبان باید خپله اصلي څېره ښکاره کړي، څو هغه کسان چې د سپي په څېر یې د دوی په دروازه کې د هډوکو تمه نیولې ده، تمې یې له منځه لاړې شي.»

هغه په خبره، چې طالب مشر منافقت نه کوي او څه چې یې په زړه وې هغه پر ژبه هم وايي.

فدايي لیکلي، چې د طالبانو مشر خپلې نظریې عملي کوي: «هغه وايي ښځې باید بندي وي، له کوره وتل یې حرام او سیاست کول یې غیراسلامي کار دی، همدا هم عملي کوي.

وایي د ښځو تعلیم نشته—عملاً یې بندوي. وایي بهرني جنګیالي زموږ د اسلامي وجیبې برخه دي، نو بیا یې په بشپړ درنښت کوربه توب هم کوي. وایي حکومت د ملا دی او بس. وایي ښځه یا د کور ده یا د ګور، نو په عمل کې همدا تطبیقوي.»

د فدايي په خبره، چې طالب مشر د دیموکراسۍ وعدې نه ورکوي، هغه خلیلزاد په مثال کې یاد کړی او زیاته کړې: «هغه د ازادۍ او ډیموکراسۍ وعدې نه ورکوي، لکه خلیلزاد، غرب مېشته لابي‌ګر او د جمهوریت پخواني ور تسلیم شوي. دا نور خلک د طالب اصلي سیاست د “فیشن ورژن” په بڼه نړۍ ته وړاندې کوي، خو ملاصیب د اصلي او بې رنګه نسخې وفادار دی.»

د دغه پخواني چارواکي په خبره، چې د طالبانو مشر ته اساسي قانون، ملي بیرغ او ملي سرود ارزښت نه لري او چاته د انتقاد حق هم نه ورکوي.

نوموړي ویلي، چې د طالبانو، مجازي طالب پلوو، رسنیزو فعالینو او کابل مېشتو په وعدو ونه غولیږو.

هغه زیاته کړې: « څه چې د کندهار مشر ملاصیب کوي، هغه د طالب اصلي نسخه ده. نور ټول یوازې “شو آف” او د نړۍ سترګو ته خاورې شېندل دي.»

نوموړي په دې لیکنه کې د چا نوم نه دی اخیستی او نه یې به اړه ښکاره څه ویلي دي.

نور خبرونه

رادیو