د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې نورالدین عزیزي د قرغزستان ناستې په پینل«کارپوهانو ډله» کې الکترونيکي سوداګري، لوژستیک او زیربناوې د افغانستان اقتصادي بدلون لپاره اساسي کونجي بللې ده.
نوموړي ویلي:«د دې درېیو برخو پراختیا کولی شي افغانستان د سیمې او نړې سره وصل کړي.»
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پنجشنبه په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې طالب وزیر نورالدین عزیزي د قرغزستان ناستې په پینل«کارپوهانو ډله» کې د الکترونيکي سوداګرۍ، لوژستیک او زېربناو په اړه خبرې کړي.
د طالبانو د سوداګرۍ د وزیر په مشر یو پلاوی تېره ورځ قرغزستان ته تللی.
عزيزي په دې ناسته کې د هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا او ګډو پانګونو پر اړتیا ټينګار وکړ او زیاته یې کړه: «موږ د سیمه ییزو هېوادونو وغوښتل، چې د سوداګرۍ لپاره د بازارونو د نشتوالي، د زېربناو د کمښت او د لوژستیک سکتور کې د همغږۍ د نشتوالي، ننګونو او محدودیتونو د حل لپاره همکاريوکړي.»
د نوموړي په خبره، چې دا ډول همکاري اقتصادي وده، کوچني او منځني کاروبارونه پياوړي کوي.
د طالبانو دغه وزیر زیاته کړې، چې دوی چمتو دي تر څو د سیمې له ټولو هېوادونو سره د یو پرانيستي، وصل شوي او غوړېدلي اقتصادي دهلیز په رامنځ ته کولو کې همکاري وکړي.
د طالبانو د صنعت او تجارت وزارت دغه پلاوی دوې ورځې وړاندې قرغزستان جمهوریت ته ولاړ، چې د دغه هېواد په اقتصادي فورم کې ګډون وکړي.
طالبانو ویلي، چې دا سفر د قرغزستان د رسمي بلنې له مخې ترسره کیږي.