د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، چې ځانګړو ځواکونو د پروان په بګرام ولسوالۍ د باریک اب په سیمه کې د داعش پر هغه ډلې عملیات کړي، چې غوښتل یې د دوی د جشن پر مراسمو برید وکړي.
طالبانو ویلي، چې په عملیاتو یې یو کس نیولی.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت د پنجشنبه په ورځ خبر ورکړی، چې د پروان په بګرام ولسوالۍ د باریک اب په سیمه کې یې د داعش پر یوې ډلې عملیات تر سره کړي.
د دوی په خبره، چې دا عش غوښتل، د دوی د جشن پر مراسمو برید وکړي.
طالبانو زياته کړې: «د عملیاتو پر مهال یو تن ژوندی نیول شوی او یو کرولا موټر چې درې توغندي یې انتقالول ضبط شوي دی.»
د طالبانو کورنیو چارو وزارت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
طالبان د ۲۰۲۱ د اګسټ میاشتې پر ۱۵مه نېټه یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول او هر کال پر همدغه نېټه د خپل بري جشن لمانځي.
دغه ډله هر کال په ټولو ولایتونو کې د خپلو مراسیمو د لمانځلو لپاره کلک امنیتي تدابیر نيسي.