ملګرو ملتونو ومنله چې طالبان د بشري مرستو په وېش کې لاسوهنه کوي

پرون

ملګرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې (سیګار) د هغه راپور په غبرګون کې، چې طالبان یې د نړیوالو مرستو د غلا او ناوړه ګټې په تور تورن کړي، ومنله چې دغه ډله د بشري مرستو په وېش کې لاسوهنه کوي.

سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي چې طالبان د زور له لارې له نړیوالو مرستو څخه په خپلو ګټو کې کار اخلي او یوازې ۳۰تر ۴۰سلنه مرستې اصلي اړمنو کسانو ته رسېږي.

د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: «هر ډول ادعا د ناوړه چلند او فساد په اړه ډېر جدي نیسو» او ټینګار یې کړی چې د مرستو د شفاف وېش لپاره یې سخت قوانین عملي کړي دي.

راپور څرګندوي چې طالبان د ملګرو ملتونو له ځینو چارواکو سره په همکارۍ له مرستندویو پروژو څخه باج اخلي او حتی د قراردادونو په بدل کې رشوت اخلي.

یوناما د افغانستان د مرستو وېش «ډېر پېچلی» بللی، خو وايي قوي حفاظتي تدابیر یې نیولي تر څو مرستې اړمنو ته ورسېږي.

سیګار د ۹۰اوسنیو او پخوانیو امریکایي چارواکو، د ملګرو ملتونو د کارکوونکو او افغان مرستندویو له کارکوونکو سره د مرکو پر بنسټ ویلي چې طالبان هڅه کوي مرستې هغو سیمو ته واړوي چې دوی یې غواړي، نه هغو ځایونو ته چې مرستندویان یې ټاکي.

راپور زیاتوي چې طالبانو د مرستو وېش ته قومي بڼه ورکړې او هڅه کوي زیاتې مرستې د پښتون مېشتو سیمو ته ولېږدوي، چې دا د نورو سیمو او قومي اقلیتونو په زیان تمامېږي.

امریکا، چې افغانستان ته تر ټولو لویه مرسته ورکونکې هېواد و، د طالبانو د لاسوهنې او ناوړه استفادې د اندېښنو له امله خپلې مرستې بندې کړې دي.

بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې ډلې د واکمنۍ د څلورم کال په مناسبت له شمشاد تلویزیون سره په مرکه کې ادعا کړې، چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه ټولنو سروې ګانې او محاسبي د باور وړ نه دي.

نور خبرونه

رادیو