د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال انډریکا راټواټي په پروان کې د کولرا ناروغۍ خپرېدو خبر ورکړی.
نوموړی د پنجشنبه په ورځ دغه ولایت ته تللی او هلته یې د کولرا درملني له یو مرکز څخه لیدنه کړې.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» د پنجشنبه په ورځ (د زمري ۲۳مه) ویلي، چې د ا فغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال انډریکا راټواټي پروان ولایت ته تللی او هلته یې د کولرا ناروغۍ د خپرېدو خبر ورکړی.
نوموړي په پروان کې د کولرا ناروغۍ د درملنې د یوه مرکز څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې افغانستان او افغانان باید هېر نه شي.
هغه زياته کړې: «نړۍ له سختو وختونو سره مخ ده؛ خو افغانستان باید هېر نه شي.ِ»