نبي عمري: د امریکا «غرور او فرعونیت» مو مات کړ

۱۶ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري ویلي، امریکا د نړۍ د جګړې لامل ده او دوی یې د «غرور» تر څنګ «فرعونیت» هم مات کړ. هغه زیاته کړې، د نړۍ له دغه «شيطان هېواد» سره یې شل کاله جګړه کړې او هغوی نه غواړي چې افغانستان دې خپلواک وي.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۲۲مه) یوې غونډې ته په وینا کې وویل: «امریکا ام الفساد و الفحشا ده.د دونیا د بې امنۍ او دونیا د جنګونو سبب ده. د هغوی هېڅکله په موږ نه لورېږي، چې افغان مجاهد او طالبان دې په دې حالت وي لکه دا نن چې دي.»

د نوموړي په خبره؛ که د نړۍ یو شمېر غافله مسلمانان امریکا د افغانانو د نظریاتو له مخې وپېژني؛ نو دغه هېواد به د نړۍ له نقشې څخه هم ورک شي. د عمري په خبره: «دې نږدې وخت کې چې کله روسانو د رسمیت اعلان وکړ؛ نو امریکا نه لار ورکه شوه او ضعیفې او مفسدې نړۍوالې محکمې زموږ په مشرانو تورونه پورې کړل، چې دا باید ونیول شي ځکه مجرمین دي.»

د جرمونو نړۍوالې محکمې پر ملاهبت الله او د هغه د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني د نیول کېدو حکمونه صادر کړي. د دغه محکمې په باور دغو دوو طالب مشرانو بشري حقونه تر پښو لاندې کړي‌ او افغانستان کې یې پراخ جنایتونه کړي دي.

دا لومړنی طالب چارواکي نه دی، چې په عام محضر کې د امریکا ضد څرګندنې کوي؛ بلکې تر دې وړاندې هم د دغه ډلې یو شمېر نورو غړو ورته ویناوې کړې دي. باورونه دا دي، چې پر کابل واکمن د پردې تر شا بیا امریکا ته زارۍ کوي؛ څو یې په رسمیت وپېژني، بندیزونه پرې لغوه کړي او ان په واشنګټن کې ورته سیاسي دفتر ورکړي.

نور خبرونه

رادیو