طالبانو په لغمان کې د یوې ښځې په ګډون درې کسان په دورو وهلي

۲ ورځې مخکې

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې د لغمان ولايت په اليشنګ ولسوالۍ کې یې د يوې ښځې په ګډون درېیو کسانو ته «له کوره د تېښتې» او د غلا په تور سزا ورکړې ده.

د دغې محکمې له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه ولسوالۍ لپاره د طالبانو ابتدایه محکمې یاد کسان له يو کال څخه تر ۱۸ میاشتو پر تنفيذي بند او له ۳۰ څخه تر ۳۹ دُرو سزا محکوم کړي.

نور خبرونه

رادیو