خُرم: پاکستان د مغلي امپراتورۍ وارث بلل اسلام اباد ته د هند او افغانستان د قبالې ورکول دي

۱۴ ساعتونه مخکې

د پخواني ولسمشر حامد کرزي ددفتر مخکیني رییس عبدالکریم خُرم وايي، د طالبانو ضد جبهې یو شمېر کسانو د پاکستان د ازادۍ ورځې په مبارکیو کې دغه هېواد د هند لویې وچې امپراتوریو وارث بللی او په دې ډول یې اسلام اباد ته د هند او افغانستان قباله وړاندې کړې.

کریم خُرم پرخپل اېکس لیکلي، چې دغو کسانو په دې کار تاریخ د پاکستاني نظامیانو د خوښې مطابق تحریف کړی دی.

هغه زیاته کړه: «حکومت او له حکومت څخه بهر، طالبانو او د طالبانو ضد کسانو پاکستان ته د اګسټ د ۱۴مې مبارکي ورکړې. تر دې ځایه کومه ستونزه نه شته. خو په هغه جبهه کې چې ځان د طالبانو ضد بولي، ځینې کسان پاکستان د هند د نیمه قارې د امپراتوریو، په ځانګړې توګه د مغلو د امپراتورۍ وارث ګڼي. دوی په دې کار سره د هند او افغانستان قباله اسلام اباد ته ورکړې او تاریخ یې د پاکستاني پوځيانو د غوښتنو مطابق تحریف کړی دی.»

د طالبانو ضد کسانو څخه د عبدالکریم خرم موخه د مقاومت وسله واله جبهه ده چې په ۱۴ اکسټ یې پاکستان ته د ازادۍ مبارکي ورکړې وه او ترې غوښتي يې وو چې د طالبانو پر ضد دې د دوی ملاتړ وکړي.
خرم زیاتوي چې پاکستان او اسراییل د جیوپولیټیک اړتیاوو له مخې جوړ شوي او د شوروي پر ضد د افغانانو جهاد پاکستان ته نړیوال ځواک ورکړی دی.

هغه وایي: «دا روایت له بنسټ څخه بې اساسه او مضحک دی او باید په تکرار سره یې ځان مسخره نه کړو.»
هغه همداراز یادونه کړې چې پاکستان اوس د امریکا د ملاتړ د جلبولو لپاره دوه مهمې لارې کاروي معادني سرچینو وړاندې کول او د ترهګرۍ پر ضد مبارزه.

خرم زیاتوي: «د پاکستان لوی درستیز سفرونه او په هغو همکاریو پیل چې هغوی یې د ترهګرۍ پر ضد بولي، د دې ادعا شاهد دي.«
د پخواني جمهوري نظام دغه چارواکي په پای کې پوښتنه کړې: «ایا پاکستان د دې نوې سیاسي لوبې له لارې د کابل پر وړاندې دوستان نوي کوي او که دا نظریات د پاکستان د تاریخي روایتونو پر اساس دي خو ظاهراً مخالفت ښکاره کوي؟»
هغه همدا ډول د افغانستان د ملي لید ساتنې ته اشارې سره وایي: «د تاریخي حقایقو تحریف د هېواد د ګټو لپاره زیانمن دی.»
یاده دې وي چې پرون د طالبانو لوړپوړو چارواکو پاکستان ته د ازادۍ ورځې مبارکي ورکړې، چې په سیمه کې د دوی د سیاسي اړیکو یو ښکاره مثال دی.پاکستان په افغانستان کې د طالبانو بیا واک ته رسېدو له دغې ډلې سره اړیکې پراخې کړي دي. د سیمه‌ییزو څارونکو په وینا، دغه اړیکې د افغانستان په سیاست او د پاکستان په سیمه‌ییزو ستراتیژیکو ګټو مستقیم اغېز لري.

نور خبرونه

رادیو