فایق: د اګسټ ۱۵مه د افغان مېرمنو او نجونو لپاره د «تاریخ توره او نه هېرېدونکې» ورځ ده

پرون

ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی نصیراحمد فایق وايي، چې (د اګسټ ۱۵مه) د افغان مېرمنو او نجونو لپاره د «تاریخ توره او نه هېرېدونکې» ورځ ده. هغه وایي، په دغه ورځ د افغان مېرمنو د دوو لسیزو لاسته راوړنې چې د زرګونه امنیتي ځواکونو د قربانۍ په بیه ترلاسه شوې وې؛ له‌منځه ولاړې.

نوموړي د طالبانو د بیا واکمنۍ څلورمې کلیزې په مناسبت پر اېکس پاڼه کاږلي: «د جمهوري نظام د مشرانو خیانت، معاملې، تعصب او سیالۍ او د فاسدو سیاست‌والو له امله جمهوري نظام یوې جاهلې او متعصبې ډلې ته وسپارل شو.»

هغه وایي:« هر هغه څوک چې د ښځو او نجونو د زده‌کړو، د افغانانو د پرمختګ، یووالي او پیوستون مخه نیسي؛ د دغې خاورې نه دي او د افغانانو دښمنان دي.»

هغه زیاته کړې، د طالبانو او د جمهوريت مشران دواړه د تېرو څلورو کلونو او له هغه وړاندې د ښځو، نجونو، ځوانانو، قومي او مذهبي لږکیو، پخوانیو امنیتي ځواکونو، مېلیونونه کډوالو او بې‌ځایه شویو خلکو په وړاندې د جرمونو او ظلمونو لپاره د افغانستان تاریخ او خلکو ته یو برابر مسوول او ځواب ویونکي دي.

نن طالبان د خپلې بیا واکمنېدو څلورمه کلیزه نمانځي؛ خو له بل پلوه افغان مېرمنې دغه ورځ د افغانستان د تاریخ توره ورځ ګڼي او وایي، چې په دغه ورځ د دوی حقونه او ازادۍ تر وړل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو