د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان د اړمنو کسانو د ملاتړ لپاره یې ۵،۸ میلیونه یورو ځانګړي کړې دي او دا مرستې به د طالبانو د لاس وهنې پرته د ملګرو ملتونو د خوړو سازمان او غیر دولتي موسسو له لورې تر اړمنو کسانو ورسوي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان کې د روان بشري کړکېچ کمولو لپاره یې د بهرنیو چارو وزارت او د اقتصادي همکارۍ او پراختیا فدرالي وزارت له بودیجې څخه ۵،۸ میلیونه یورو ځانګړي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې دا مرستې به د خوړو نړیوال سازمان، غیر دولتي موسسو او د ملګرو ملتونو د نورو سازمانونو له لارې اړمنو کسانو ته ورسیږي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې یادې مرستې به د طالبانو له لاس وهنې پرته تر اړمنو کسان ورسوي.
یادې مرستې له ګاونډو هېوادونو څخه تازه راستانه شویو کډوالو ته ورکول کیږي او تر ډېره به یې تمرکز پر ښځو او ماشومانو وي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو غوښتي، چې د ښځو پر کار کولو دې خپل بندیزونه لرې کړي او په ټولنه کې دې د ازاد کار کولو اجازه ورکړل شي.
همدا راز دغه وزارت ټینګار کوي، چې طالبان دې د بشري مرستو په وېش کې له لاس وهلو ډډه وکړي څو نړیوالې مرستې په سمه توګه تر اړمنو کسانو ورسیږي.