د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني وايي، افغانستان د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه دی او طالبانو چې د دوحې په تړون کې کومې ژمني کړې دي، هغه ته بشپړه ژمنتیا لري.
سراج الدین حقاني د جمعې په ورځ (د زمري ۲۴مه) د طالبانو د بیا ځل واکمنۍ د څلورمې کلیزې نمانځنې غونډه کې ویلي، د افغانستان له خوا نورو هېوادونو ته د ګواښ په اړه ادعاوې ناسمې دي.
نوموړي وویل:«ځیني خلک افغانستان تورن کوي، چې د نړیوالو ترهګرو اډه او مرکز تېر شوی یا اوس هم دلته د هغوی پاتې شونې شته او یا ګواښونه موجود دي. ګورئ اوسنی نظام لکه څرنګه چې خپله ژمنتیا، تعهد یې تاسو ته په دوحه کې درکړی دی، موږ پر هغه خپل تعهد ولاړ یوو.»
نوموړي د کوم هېواد له نوم یادولو پرته وویل، چې ګاونډي او سیمهییز هېوادونه دې خپلې ستونزې په خپل منځ کې حل کړې او د دې ډلې تر واک لاندې افغانستان د هېڅ نږدې او لرې هېواد لپاره ګواښ نه دی.
سراج دې حقاني زیاته کړه:« موږ پر نړیوال سټیج هم دا خبره کوو، د کور دننه هم دا خبره کوو، خپلو ګاونډیانو ته هم دا خبره کوو، سیمه ییزو او هېوادونو ته همدا خبره کوو چې خپل ستونزې په خپله حل کړئ. دا فرصت موږ درته چمتو کوو. دغه ستونزې پر افغانستان مه تپئ. هغه ژمنې چې موږ په دوحه کې کړې دي، بیا يي تازه کوو، چې موږ د هېچا لپاره ګواښ نه یوو.»
نوموړي د خپلو خبرو پرمهال وویل، چې په تېرو څلورو کلونو کې یې دا ثابته کړې، چې د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه دي او بل هېواد هم باید د افغانستان لپاره ګواښ ونه ګرځي.
سره له دې چې نوموړي ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ګاونډیو او سیمهییزو هېوادونو لپاره ګواښ نه دی، خو د پاکستان په ګډون ځیني هېوادونه ادعا کوي، چې د ترهګرو ځېني پټنځایونه په افغانستان کې دي، خو طالبانو تل دا ډول ادعاوي رد کړي دي.