امیرخان متقي: ۳۴ولایتونو او ۴سوه ولسوالیو کې «شریعت» پلی او د بې‌عدالتۍ مخه نیول شوې

پرون

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د خپلې ډلې د بیا ځل واکمنۍ د څلورمې کلیزې نمانځنې غونډه کې ویلي، چې دوی ۴۰لویې لاسته راوړنې لري او په ۳۴ولایتونو او ۴سوه ولسوالیو کې یې «اسلامي شریعت» پلی کړی دی. هغه وایي، طالبانو د ظلم او بې‌عدالتیو مخنېوی کړی.

هغه د جمعې په ورځ د (زمري ۲۴مه) خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې دوی د بښنې په اعلان سره «د غچ اخیستنې سیاست» ته د پای ټکې اېښی او هر ډول قومي تبعیض یې له‌منځه وړی دی. هغه داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې د همدې عفوې تر نامه لاندې د مخکني جمهوري نظام پوځیان او امنیتي منسوبین زنداني کېږي او ان وژل کېږي.

د متقي په وینا؛ افغانستان کې هر ډول زورواکي ختمه شوې او هېڅوک نه شي کولای چې خپل شخصي زندانونه ولري او یا هم خپلسرې محکمې وکړي. نوموړي همدا راز ادعا کړې، چې افغانستان اوس‌مهال په سرتاسري توګه امن دی او هر څوک د هېواد هرې سیمې ته ډاډه تګ راتګ کولای شي.

نوموړي وویل: «هغه فکرونه له خاورو سره خاورې شول، چې د افغانستان د تجزیې خوبونه یې لیدل او مرکزي واک ټینګ شوی دی. افغانستان کې زورواکي وه،‌ ملوک الطوایفي وه؛ خو نن متحد افغانستان دی او یو مرکزي حکومت لري.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر همدا راز ادعا کوي، چې تر یوې قوماندې او لارښوونې لاندې امنیتي ادارې او پوځ یې جوړ کړی او هېڅوک شخصي امر نه‌شي کولای.

امیرخان متقي همدا راز د داعش په ګډون د بېلابېلو وسله‌والو ډلو د ځپلو او مخنېوي په تړاو هم یادونه کوي. هغه په خپله وینا کې وړاندې وایي،‌ د قومونو ترمنځ تربګني یې ختمه کړې او د واک جزیزې یې هم له‌منځه وړې دي.

د نوموړي په خبره: «افغانستان د نړۍ په سطحه د مخدره موادو اول نمبر هېواد و. ۴مېلونه افغانان په نشو معتاد وو او نن د نشه‌يي توکو کښت صفر ته راښکته شوی دی.» د طالبانو دغه جګپوړي چاراکي ادعا کړې، چې بهرنیانو افغانان په نشو اخته کول او دوی د خپلې روانې واکمنۍ په لړ کې د ۱۲۰زره روږدو کسانو درملنه کړې ده.

هغه د خپلې وینا پر مهال همدا راز د قوشتیپې کانال په ګډون یو شمېر نورو رغنېزو پروژو ته اشاره کړې او د خپل عادت له مخې یې خپل حکومت د بیا رغونې په برخه کې بریالی ګڼلی دی. د متقي د خبرو ټولې برخې یوازې د طالبانو په ستاینو او کارونو باندې راڅرخېدې.

سره له دې چې د‌ طالبانو په واکمنۍ کې د پراخ فساد شواهد شته او د دغه ډلې غړي هم په پراخه کچه په اداري فساد کې ښکېل دي؛ متقي بیا هم ادعا کوي، چې دوی رشوت له منځه وړی دی. هغه په دې تړاو زیاتوي: «نن د اختلاس او رشوت دور پای ته رسېدلی دی.»

د مخکني جمهوري نظام او یو شمېر نړۍوالو سازمانونو په باور طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې افغانستان په تیاره کې ساتلی او د خپلې سختدریځې مفکورې له مخې یې د ټولنې د بېلابېلو قشرونو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کړي دي. یو شمېر سیاست‌والو لا دا هم ویلي، چې افغانستان اوس‌مهال د خلکو لپاره په یو دوزخ بدل شوی او خلک په کې د لوږې، فقر او اقتصادي ستونزو تر څنګ له ګڼو بندیزونو سره مخ دي.

نور خبرونه

رادیو