تازه خبر

ملاهبت الله له خپلې ډلې غوښتي، چې وزیرانو او کابینې ته دې د سرپرست ټکی نه کاروي

پرون

د طالبانو مشر ملاهبت الله (د اګسټ ۱۵مې) په مناسبت په خپل یو پېغام کې له خپلې ډلې غوښتي، چې طالب وزیرانو او کابینې ته دې د سرپرست ټکی نه کاروي.

هغه داسې مهال دا خبره کوي، چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خپل حکومت سرپرست ګڼي او د بېلابېلو وزارتونو وزیرانو ته یې هم د سرپرستانو خطاب کېږي.

هغه د جمعې په ورځ (د زمري ۲۴مه) په خپل پېغام کې ویلي، چې له پنځوسو کلونو وروسته په افغانستان کې «اسلامي حکومت» حاکم شوی او د «شرعي قوانینو» له مخې یې خلک له غلا، فساد، غصب، نشه‌يي توکو او چور تالان ژغورلي دي.

هغه ټینګار کړی، چې افغانان باید د دغو نعمتونو شکر وباسي او که یې ناشکري وکړه؛ لویو عذابونو سره به مخ شي. هبت الله همدا راز له خپلې ډلې غوښتي، چې وزیرانو او کابینې ته دې د سرپرست ټکی نه کاروي.

پر کابل د واکمنې ډلې د کندهار مېشتي مشر په پېغام کې دا هم ویل شوي، چې اوس‌مهال افغانستان خورا امن دی او دا یې د خپلو قربانیو پایله بللې ده.

د هغه پېغام کې راغلي: « همدا راز باید د خپلو مجاهدینو د جهاد د شهیدانو، بندیانو، معلولینو د قربانیو او تکالیفو قدرداني وکړو. د اسلامي امارت ټولو مسوولینو ته مو جدي هدایت دی، چې د خپل شرعي نظام او مسلمانانو په خدمت کې و اوسي او د خلکو د سوکالۍ او ارامۍ لپاره کوښښ وکړي.»

هغه د مسلمانو هېوادونو د یووالي هیله څرګنده کړې او دعا یې کړې، چې فلسطینیان دې د اسراییل پر وړاندې بریالي شي. د ملا هبت الله دغه ادعاوې داسې مهال دي، چې دغه ډله په نړۍواله کچه له سختې انزوا او د رسمیت پېژندنې له کړکېچ سره مخ ده. همدا راز د جرمونو نړۍوالې محکمې د طالبانو د مشر د نیول کېدو غوښتنه کړې او هغه یې په جنایتونو تورن کړی دی.

یو شمېر نړۍوالو سازمانونو د طالبانو دوېیم ځل واکمنۍ د څلورو کلونو په بشپړېدو سره اندېښنه ښوولې، چې دې ډلې په افغانستان کې نجونې له زده‌کړو محرومې کړې دي، پر ښځو یې سخت بندیزونه لګولي، بشري سرغړونې یې کړې دي، د بیان ازدي یې په مطلق ډول بنده کړې او ان د ټولنې د بېلابېلو قشرونو بسنټیز حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي.

د مخکني جمهوري نظام یو شمېر سیاست‌والو هم په خپلو تازه پېغامونو کې ملاهبت الله ظالم، جابر او یو ډیکټاټور بللی، چې د خپلې سختدریځه مفکورې له کبله یې افغانستان په یو لوی ناورین کې ښکېل کړی.

نور خبرونه

رادیو