د طالبانو ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، تېر کال دولتي شرکتونو ۶۸،۳ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي. یاد معاونیت وايي، چې دا مهال په هېواد کې ۳۴ فعال، اووه نیمه فعال او درې غیر فعال دولتي شرکتونه موجود دي.
یادمعاونیت د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۲۲مه) ویلي، چې په افغانستان کې دا مهال په مختلفو برخو کې ۳۴ فعال، اووه نیمه فعال او درې غیر فعال دولتي شرکتونه موجود دي.
د طالبانو اقتصادي معاونیت زیاتوي، دغه شرکتونه د برېښنا تولید او وېش، ودانیزو توکو تولید، کانونو کېندنې، نفتي توکو تورید او وېش، کیمیاوي سرې او کرنیزو تخمونو تولید، د پنبې پروسس او غوړیو تولید، د ګازو استخراج او تصفیې د خوراکي توکو تورید او وېش برخو کې فعالیت کوي.
همداراز یاد شرکتونه د بار وړلو او ټرانسپورټ ، بندري خدماتو، مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو، معتبرو سندونو چاپ، د غنمو ذخیره کولو او یو شمېر نورو برخو کې خلکو ته خدمات وړاندې کوي.