د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور وايي، له امریکایانو سره د مذاکراتو تر بریا وروسته د بین الافغاني مذاکراتو پرمهال د جهوریت پلاوی غیر منسجم و، چې له امله یې هېڅ هوکړې ته ونه رسېدل او د مذاکراتو په جریان کې په افغانستان کې بدلون راغی.
نوموړي له یوې طالب پلوه رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې له امریکایانو سره تر بریالیو مذاکراتو وروسته د جمهوریت له پلاوي سره د حکومت په ادرس د مذاکراتو نه کولو له ټینګار وروسته یې د بین الافغاني مذاکراتو تر عنوان لاندې مذاکرات پیل کړل.
عبداللطیف منصور وايي:«زموږ موقف له تېر حکومت سره په مذاکراتو نه کولو باندې ټینګار و، بلکې موږ د افغاني جهتونو سره پر مذاکراتو ټینګار کاوه. یعنې دغه مذاکرات به په دې معانا نه وي، چې موږ له حکومت سره مذاکرات کوو. دغه افغاني جهتونه دي راغلي دي، افغانان موږ ورسره خبره کوو. نو ځکه یې هلته دغو مذاکراتو ته د «بین الافغاني مذاکراتو» عنوان ور کړ.»
نوموړی وايي، د مذاکراتو په دغه پلاوي کې د بېلا بېلو تنظیمونو او مفکورو استازو ګډون درلود، خو د طالبانو د مذاکراتي پلاوي صف او پرېکړه واحده وه.
نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي، چې په بین الافغاني مذاکراتو کې د جمهوریت پلاوی غیر منسجم و او د طالبانو تله پرې درنه وه.
منصور وايي: «کله چې به زموږ او جمهوریت د پلاوي ترمنځ مذاکرات پیل شول، نو هغوی به په مذاکراتو کې ډېر بند راتلل. موږ چې به یوه موضوع ورته وړاندې کړله، زموږ د ټولو به پرې اتفاق و، دوی چې به هلته وړاندې کړه دوی نه سره پرې جوړېدل. د یوه به یو نظر و، د بل به بل نظر و. ډېره عادې خبره به وه، خو په اونیو اونیو به یې وخت ونیوه. مسله به اوږده شوه.»
نموړي ویلي، چې د جمهوریت پلاوي غیر مسنجموالی د دې لامل شو، چې کومې پایلې ته له رسېدو پرته د مذاکراتو د جریان پرمهال په افغانستان کې بدلون راشي.