افغان لاریون کوونکي به د اګست له ۱۴مې تر ۱۷مې نېټې د لسو هېوادونو په ۱۴ ښارونو کې د طالبانو پر ضد لاریونونه ترسره کړي. د دې لاریونونو هدف د ښځو د حقونو دفاع او ملاتړ او د طالبانو د کړنو اړوند جدي ستونزو ته د نړیوالې ټولنې پام اړول ښودل شوي.
دغه ستر لاریونونه به په اتریش، جرمني، ناروې، امریکا، سویټزرلند، نیډرلنډ، اسپانیا، کاناډا، برازیل او فرانسې کې ترسره شي.