ځانګړی

د کابل په رسټورانټونو کې د ښځو او نارینه‌وو پر ګډې ناستې بندیز؛ ان که ښځه او خاوند هم وي

۵ ساعتونه مخکې

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په وروستیو ورځو کې د کابل ښار ګڼو رسټورانټونو ته سپارښتنه کړې، چې له دې وروسته ښځې او نارینه، ان که خاوند او مېرمن یا د کورنۍ غړي هم وي، په یوه مېز او یا یوه برخه کې یو ځای کېناستلای نه شي.

د کابل ښار یوې اوسېدونکې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې په رسټورانټونو کې د ښځو او نارینه وو د ځایونو د جلا کولو بهیر پیل شوی دی.
هغه چې یوه واده شوې مېرمن ده، وایي چې که له دې وروسته له خپل خاوند سره رسټورانټ ته ولاړه شي، نو پکار ده چې د طالبانو د لارښوونې پر بنسټ خپله د ښځو په برخه کې کېني او خاوند یې د نارینه وو په برخه کې.
هغې د خواشینۍ په څرګندولو سره وویل: «یو رسټورانټ مو پر مخ خلاص و، چې هغه راباندې بند شو.»

د دې خبر د کره‌والي د معلومولو لپاره مو د مشتريانو په بڼه له څو رسټورانټونو سره اړیکه ونیوله او ورته مو وویل: «مونږ یوه کورنۍ مېلمستیا لرو چې ښځې او نارینه دواړه پکې شامل دي. خو د دغو رسټورانټونو ځینو ځواب ورکوونکو مونږ ته په ټینګه وویل چې د ښځو او نارینه وو ګډه ناسته په بشپړ ډول منع ده، ان که یوازې یوه مېرمن او خاوند، یعنې دوه کسان هم وي.

له رسټورانټونو سره د اړیکو تر نیولو وروسته مو پام شو، چې ډېرو یې په خپلو رسمي پاڼو کې د ښځینه کارکوونکو د ګومارنې خبرتیاوې هم خپرې کړې دي، چې دغه خبرتیاوې له همدې محدودیتونو سره تړاو لري.

اخوا د رسټورانټونو مالکان وايي، چې دغه نوي محدودیت د هغوی پر کاروبار ناوړه اغېز کړی او د ډېری کورنیو د راتګ مخه یې نیولې ده.

د دوی په وینا، مخکې به کورنۍ د یو ځای ناستې له امله خوښ وو، خو اوس ډېری خلک غواړي د کور دننه خواړه وخوري او د ګډې ناستې د ‌نشتوالي له کبله بهر خوراک ته زړه نه ښه کوي.

د کابل ښار د منځنۍ کچې د یوه رسټورانټ مالک د امنیتي دلایلو له امله د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل: «موږ ته څرګندې لارښوونې شوي چې که ښځې او نارینه یو ځای کېني، زموږ رسټورانټ به وتړل شي او جریمه به شو. پخوا مو د کورنیو لپاره ځانګړې خونې لرلې، خو اوس باید ښځې او نارینه په جلا ځایونو کې کېني. دې کار زموږ د مشتریانو شمېر ډېر راکم کړی دی.»

د کابل په وزیر اکبر خان سیمه کې د یوه بل رسټورانټ چلونکی وايي، چې دا بندیز د دوی د پلور د کچې د ښکته کېدو لامل شوی دی: «کله چې کورنۍ یو ځای خواړه خوري، د هغوی خوند بل وي. اوس چې د مېړه او ښځې تر منځ د ناستې اجازه نشته، ډېری خلک یوازې خواړه اخلي او ځي.»

بلخوا، بیا عام خلک د طالبانو له خوا دا نوی بندیز د وګړو په شخصي ژوند کې د مداخلې په معنا ګڼي.

د ښار یوه اوسېدونکې چې له مېړه سره یې د یوه هوټل مخې ته ولاړ وو، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته په خپلو خبرو کې وویل: «زه نه پوهېږم چې زموږ یو ځای کېناستل څه ستونزه جوړوي. موږ مېړه او ښځه یو، د خپلې کورنۍ غړي یو. دا په شخصي ژوند کې مداخله ده او هېڅ اسلامي دلیل نه لري.»

د امر بالمعروف له لوري په رسټورانټونو لګېدلی دا نوی بندیز که څه هم د عامو خلکو له غبرګونونو سره مخ شوی، خو ځیني کسان چې ځان د اسلامي ارزښتونو ملاتړي بولي، د طالبانو له دې پرېکړې ملاتړ کړی دی.

قاري ابوبکر چې د کابل ښار د پنځمې ناحیې اوسېدونکی دی، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وایي: «اسلام د ښځو او سړیو تر منځ د محرمیت حدود ټاکلي دي. ګډې ناستې ډېری وخت ناوړه پیغامونه ورکوي. که څوک غواړي له کورنۍ سره خواړه وخوري، نو په خپل کور کې دې دا کار وکړي، خو په عام ځای کې باید اصول مراعت شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې له کابل څخه باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۱۶مه) وویل، چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبان له څو ورځو راهیسې په کابل کې کور په کور ګرځي، کورني سینګارتونونه بندوي او د هغوی وسایل له ځان سره وړي.

دا لومړی ځل نه دی، چې طالبان د ښځو پر فعالیتونو بندیز لګوي. له ۲۰۲۱کال راهیسې د نجونو ښوونځي، پوهنتونونه، دفترونه، پارکونه او مسافرت ټول د محدودیتونو لاندې راغلي دي. اوس، تر دې بندیزونو وروسته کور هم د مېرمنو لپاره د کار ځای نه دی پاتې شوی.

د ښځو له اړیکو او کلتوري ژوند وروسته، اوس د هغوی د عامه ځایونو د کارونې محدودیتونه هم ورځ تر بلې ډېرېږي.

د ښځو د حقونو فعالان وايي، چې دا ډول بندیزونه یوازې د ښځو پر ژوند نه، بلکې د کورنیو پر ټولنیز جوړښت هم منفي اغېز کوي. لیلو افغان چې د ښځو د حقونو فعاله ده، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وایي: «کله چې ښځه د مېړه ترڅنګ په یوه عام ځای کې د خوړو اجازه نه لري، دا یوازې د ښځو د حذف کولو د لړۍ یوه بله لړۍ ده.»

په همدې حال کې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت چارواکو په نارسمي ډول افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې دغه اقدام د «اسلامي شریعت د عملي کولو» برخه ده او ټول رسټورانټونه باید د دې سپارښتنې جدي پلي کولو ته ژمن وي.

نور خبرونه

رادیو