د ۲۰۲۱ کال په اوړي کې د افغانستان په جنوب کې د جګړې دوړو د ښارونو پر اسمان سیوری غوړولی و. کندهار، چې د افغانستان د سیاست زړه ګڼل کیږي، ورو ورو د سقوط پر لور روان و. د جون له لومړیو څخه د اګسټ تر۱۳مې پورې هره ورځ د جګړې کرښې ښار ته نږدې کېدې.

د جون پر ۳مه، له ۲۷ څخه ډېر ولایتونه یا محاصره او یا د طالبانو تر سخت فشار لاندې وو. لویې لارې چې د ښارونو ترمنځ یې د تګ راتګ رګونه پرانېستل، یوه یوه پرې کېده. د کندهار ـ هرات او کندهار ـ لښکرګاه لارې د طالبانو په واک کې وې او ښار ته د اکمالاتو شریانونه پرې شوي وو. له ۳۰ د ډېرو ولایتونو د مرکزونو او ولسوالیو ترمنځ لارې هم د طالبانو له خوا تړل شوې وې.

په کندهار کې کلونه اوږدو قبیلوي سیالیو او د سیاسي نفوذ پر سر پټو شخړو د امنیتي جوړښت ستنې کمزورې کړې وې. د کرزي د وروڼو، جنرال رازق، ګل اغا شیرزي او کلیم‌الله نقیبي ترمنځ سیاسي کړکېچ او د امتیازونو پر سر اختلاف ملکي او نظامي جوړښتونه کمزوري کړي وو. پوځي امکانات ډېر وو، خو د طالبانو د پرمختګ د مخنیوي انګیزه کمزورې شوې وه.

د جنرال رازق د ورور تادین خان د واک مزي، چې یو وخت د کندهار خورا ځواکمن امنیتي کس بلل کېده، ورو ورو سستېدل. سیاسي خلکو د ده د رول په اړه دوه‌ډوله نظرونه لرل: ځینو باور درلود چې د هغه نږدې کسان په قصدي ډول د طالبانو د پرمختګ مخه نه نیسي، خو نورو ګوته د مرکزي حکومت پر لور نیوله چې د روغې جوړې سیاستونه یې ناکام دي او د ښار پر څنډو او ولسوالیو د پرله‌پسې جګړو او د پوستو د سقوط پر وړاندې بې غوري کوي.

طالبان د ښار په دروازو کې

د جون په لومړیو کې د جګړې لمبې په ارغنداب، پنجوايي، ډنډ، ژړۍ، شاولیکوټ او میوند کې بلې شوې. هره ورځ چې تېرېده، جګړه د ښار دروازو ته یو ګام نږدې کېده.

د جون پر ۱۹مه، کابل د دفاعي مشرتابه د بدلون اعلان وکړ او جنرال بسم‌الله محمدي د دفاع وزارت سرپرست شو او جنرال ولي محمد احمدزی لوی درستیز، خو په کندهار کې یوازې د ژړۍ، ډنډ، دامان، پنجوايي، سپین بولدک او تخته پل ولسوالۍ لا د حکومت تر کنټرول لاندې وې؛ جګړه د ښار پر کمربندي حوزو متمرکزه وه.

د جولای پر ۵مه د کورنیو چارو وزیر عبدالستار میرزکوال او لوی درستیز ولي محمد احمدزی کندهار ته راورسېدل، خو د دوی راتګ د جګړې د شدت مخه ونه نیوله. سپین بولدک، تخته پل او ډنډ لا هم تر سختو بریدونو لاندې وو او د ښار درې څنډې د پرله‌پسې ډزو او چاودنو شاهدې وې.

د کورنیو چارو او ملي فاع وزارتونو هڅه کوله کندهار ښار خوندي کړي، خو د امنیه قوماندانۍ په تشکیلاتو کې بدلون او د تادین خان او د هغه د نږدې کسانو بې واکه کېدو یو شمېر سرتېري، چې تر ډېره د جنرال رازق کورنۍ ته وفادار وو، له جګړې زړه ماتي کړل.

د جولای پر ۸مه جنرال سالم احساس د امنیه قوماندان په توګه وټاکل شو، خو د امنیتي کرښو بېرته رغول او سرتېرو ته بېرته ډاډ او روحیه ور کول اسانه کار نه و.

افغان ځواکونو په پرله پسې ډول د سیاسي ملاتړ نشتوالی یاداوه او پر مشرانو یې نیوکې کولې، چې ددوی اړتیا وړ ملاتړ نه کوي. د کندهار روغتونونه د امنیتي ځواکونو له ټپي سرتېرو ډک وو، چې د ځینو وضعیت خورا کړکېچن و. ګڼو پوځیانو خپلې پوستې پرېښودې او په ځینو پوستو کې د سرتېرو شمېر د طالبانو په پرتله کم و.

د کندهار نوي والي‌ روح الله خان زاده د جولای پر۱۷ مه په یوه خبري ناسته کې د کندهار په ناکراریو کې د دغه ولایت سیاسي کسان ښکیل وبلل، چې دده په وینا، له کابل نه سرتېرو ته د پوستو د پرېښودو امرونه ور کوي.

خان زاده وویل، چې « کندهار سیاسي سقوط کړی، کندهار نظامي سقوط نه دی کړی».

هغه تور ولګاوه چې پوستې په یوه یوه ټیلیفون پرېښودل شوې او سرتېري په کورونو کښېناستلي دي.

خو ولسوالۍ یو په بل پسې سقوط کېدې او د جولای پر ۲۴مه، د ښار مهمه دروازه پنجوايي د طالبانو لاس ته ولوېده. د دې ولسوالۍ امنیه قوماندان نظرعلي د تادین خان نږدې ملګری و او تر دې وړاندې د ارغستان، خاکریز، معروف او میوند ولسوالیو د لویو لارو قوماندان و، چې لا له وړاندې د نوموړي د ماموریت پرمهال سقوط شوې وې.

په همدې ورځو کې حکومت د «ولسي پاڅون» تر نامه لاندې خلکو ته وسلې ورکړې، چې د طالبانو پر وړاندې ودرېږي، خو د جګړې په ډګر کې حقیقت بل څه و، ځکه حکومت خپلو رسمي امنیتي ځواکونو ته اکمالات او روحیه نه شوای ورکولای، نو ولسي پاڅون والو څه کولی شوای؟

د جګړې د پیل او پای ورځې

په کندهار کې د جګړې له شدت او قبیلوي مخالفتونو سره هممهاله د اګسټ پر څلورمه د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د کندهار د قومي او نفوذ لرونکو کسانو ترمنځ له ناستې وروسته تادین خان بېرته کندهار ته ولاړ چې له خپل نفوذ څخه په استفادې په ښار کې د جګړې او د طالبانو د پرمختګ مخه ونیسي، خو کندهار ته د تادین خان سفر د جګړې پر لیکو مثبت اغېز نه درلود.

تردې وخته یوازې تخته پل ولسوالي د حکومتي ځواکونو په لاس کې وه او د ښار د ځینو برخو په ګډون ټولې ولسوالۍ د طالبانو په واک کې وې.

تادین خان، چې په کندهار کې یې خپل نظامي واک او د ورور غښتلی مورچل له لاسه ور کړی و، یوه اونۍ وروسته بېرته کابل ته ستون شو او وروسته د اګسټ پر ۱۳مه نېټه له خپل بل ورور عبدالخالق سره یوځای متحده عربي اماراتو ته ولاړ.

د اګسټ پر ۱۰مه نېټه د کندهار له ۱۷ ولسوالیو څخه لا هم تخته پل ولسوالي د حکومت په لاس کې پاتې وه؛ ۱۶ ولسوالۍ سقوط شوې وې او د ښار پر امنیتي حوزو جګړه روانه وه. د ښار جګړه ییزې نقشې او د مقاومت وروستۍ نازکې کرښې ښودله، چې پر کندهار د جمهوري نظام د واکمنۍ پای نږدې دی.

د اګسټ پر ۱۱مه طالبانو پر ښار سخت برېدونه پیل کړل او پر سبا یې د کندهار په اوومه امنیتي حوزه کې د کندهار عمومي زندان مات کړ او له ۱۰۰۰ ډېر بندیان یې خوشې کړل.

د اګسټ پر ۱۳مه کندهار په بشپړه توګه نور د طالبانو لاس ته لوېدلی و. د ولایت مقام، امنیه قومانداني او د ملي امنیت ودانۍ ټولو د بې وسۍ نښې ښودلې او چارواکي یې له جګړې پرته قول اردو ته ولاړل.

پر همدې شپه د ملا صاحب سرای په نوم د ځانګړو ځواکونو له عمومي قوماندانۍ څخه د ځانګړو ځواکونو سرتیري د کندهار قول اردو او هوايي ډګر ته ولېږدول شول او دغه مرکز د هوايي برېدونو په واسطه په بشپړ ډول ویجاړ او ټول نظامي وسایل یې له منځه یووړل شول.

د اګست پر ۱۵مه نېټه د کندهار والي روح الله خانزاده، د ولسي جرګي غړی سید احمد سیلاب او د مرکچي پلاوي غړی کلیم الله نقیبي د طالبانو له یو شمیر سیمه ییزو مسوولانو سره یوځای د رسنیو پر وړاندې راښکاره شول او کندهار په رسمي ډول طالبانو ته وسپارل شو.

کندهار، چې په ۲۰۰۱ کال کې د متحده ایالاتو او ایتلافي ځواکونو پر وړاندې د طالبانو د مقاومت وروستی ځای و، یوځل بیا ددې ډلې لاس ته ورغی او خپل سیاسي مرکز یې وګرځاوه. کندهار، چې مخکیني ولسمشر اشرف غني په خپلو ویناوو کې د افغانستان سیاسي زړه باله، اوس د طالبانو د واک په مرکز بدل شوی او د افغانستان د نورو ولایتونو په څېر د طالبانو تر بندیزونو، سخت دریځیو او محدودیتونو لاندې تریخ دور تجربه کوي.

نور خبرونه

رادیو